هلمند کې زرګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي وسوځول شول

د هلمند د امنیې قومانداني ویاند عزت‌الله حقا.ني سلام‌وطندار ته ویلي چې د امنیې قومانداني د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې څه باندې ۶۲۶ زره کیلوګرامه نشه‌يي توکي نیولي وو او نن یې سوځولي دي.

اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پېر او پلور راپور ناسم وباله

د افغانستان پر سولې د څار ادارې په دې وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې په هلمند، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د امریکايي وسلو بازار تود شوی دی. خو اسلامي امارت دغه راپور ردوي او وايي، سرپرست حکومت د وسلو په ساتلو کې جدي دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د وسلو پېر او پلور وکړي.

غزني کې یوشمېر روږدو کسانو له درملنې وروسته بیا نشې ته مخه کړې

غزني کې پر نشه‌یي توکو یوشمېر روږدي کسان وايي، له درمنلې وروسته یې بیا د نشه‌يي توکو کارونې ته مخه کړې ده. د دوی په وینا، نشه‌يي توکو ته ښه لاسرسی لري او حکومت هم ورته د کار اسانتیاوې برابرې نه کړې؛ نو ځکه بیا پرې اخته شول. راضیه وايي، پنځه کاله کېږي چې نشه‌يي توکي کاروي او دوه ځله یې پريښي، خو بېرته پرې اخته شوې ده.

«په یوه کال کې د ولسمشر فرمانونو د پلور په تور ۱۰ کسان نیول شوي»

د بندخونو چارو د تنظیم ادارې د دفتر رییس او د رسنیو برخې مسوول فرهاد بایاني که څه هم سلام‌وطندار ته د ولسمشر فرمانونو د پلي کېدو په برخه کې د اړیکو پالل او فساد نه ردوي، خو وايي چې په دې اداره کې یې د مفسدو لاسونه لنډ کړي دي.
د نوموړي په وینا، د دې ادارې د کشفي او استخباراتي برخو په پیاوړتیا سره یې په ۱۳۹۹ کال کې نږدې ۱۰ کسان د بندیانو د بښنې او د بند کمښت په برخه کې د ولسمشر فرمانونو د پلور په تور نیولي دي.