Asset 1SWN

«په یوه کال کې د ولسمشر فرمانونو د پلور په تور ۱۰ کسان نیول شوي»

7F27A4E7-CD7B-4F3B-8CF4-FF4314EF0796_w800_h450

د بندخونو چارو د تنظیم ادارې د دفتر رییس او د رسنیو برخې مسوول فرهاد بایاني که څه هم سلام‌وطندار ته د ولسمشر فرمانونو د پلي کېدو په برخه کې د اړیکو پالل او فساد نه ردوي، خو وايي چې په دې اداره کې یې د مفسدو لاسونه لنډ کړي دي.

د نوموړي په وینا، د دې ادارې د کشفي او استخباراتي برخو په پیاوړتیا سره یې په ۱۳۹۹ کال کې نږدې ۱۰ کسان د بندیانو د بښنې او د بند کمښت په برخه کې د ولسمشر فرمانونو د پلور په تور نیولي دي. دا چې دغه کسان څوک وو، هغه یې په اړه جزیات ور نه کړل، خو زیاتوي چې دوسیې یې عدلي او قضايي ادارو ته لېږلې دي.

بایاني د څرخي پله بندخونه کې د بندیانو ترمنځ د دوو ورځو مخکې نښتې په اړه وايي چې یو کس په‌کې وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي. نوموړی وايي چې اوس په یاده بندخونه کې وضعیت عادي دی.

د هېواد د بندخونو مسوولانو له لوري د ولسمشر د بښنې او بند مودې د کمولو فرمانونو پېر او پلور چې ولسمشر یې هر کال د ځانګړو مراسمو په مناسبت صادروي، هغه موضوع ده چې خلکو او بندیانو یې تل په اړه شکایت کړی دی. د خلکو په وینا، د بندخونو مسوولان یاد فرمانونه د پیسو په بدل کې پلوري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام