اسلامي امارت د کنګل شویو پیسو په اړه د بحران ډلې د وړاندیز هرکلی کړی

د بحران نړیوالې ډلې مسوولان وایي، په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشري پر حکومت اقتصادي فشارونو د دغه حکومت تګلاره نه شي، بدلولی او ښه به وي چې په ازمایښتي توګه د کنګل شویو پیسو یوه برخه ازاده کړل شي. دې ډلې وړاندیز کړی چې امریکا باید په تدرجي توګه د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د هند او روسیې اندېښنې

د روسیې ولسمشر ویلادي‌میر پوتین نوي ډيلي ته په خپل سفر کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې شوي او دواړو هېوادونو یې په اړه ګډه اعلامیه هم خپره کړې ده. په اعلامیه کې د ویلادي‌میر پوتین له قوله لیکل شوي چې روسیه په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت ملاتړ کوي.