د بحران نړیوالې ډلې مسوولان وایي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په مشري پر حکومت اقتصادي فشارونو د دغه حکومت تګلاره نه شي، بدلولی او ښه به وي چې په ازمایښتي توګه د کنګل شویو پیسو یوه برخه ازاده کړل شي.

دې ډلې وړاندیز کړی چې امریکا باید په تدرجي توګه د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي او لومړی برخه دې په ازمایښتي توګه ورکړي. په ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د بحران نړیوالې ډلې د دې وړاندیز د هرکلي ترڅنګ وایي چې امریکا باید د افغانانو ټولې کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د چارو یو‌شمېر شنونکي هم د بحران د نړیوالې ډلې دا وړاندیز یو نېک ګام بولي. د چارو کتونکی میربت خان منګل وایي چې له دغو پیسو څخه اسلامي امارت چارواکو ته کوم زیان نه رسېږي، ځکه دوی له کورنیو عوایدو هم خپلې اړتیاوې برابرولای شي.

نوموړی کنګل شوې پیسې د عامو خلکو شتمنۍ بولي او وايي، امریکا باید د اسلامي امارت پر وړاندې د فشار په توګه عامه شتمنۍ ونه کاروي.

د چارو بل کتونکی نورشاه نوراني وايي، له تېرو څو میاشتو افغانان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او که دا پیسې راخلاصې نه شي، نو کېدای شي د بې‌وزلۍ کچه نوره هم لوړه شي.

نوموړی زیاتوي چې د یادو پیسو په کنګل کېدو سره اوس کارونه په ټپه ولاړ دي، فابریکې تولید نه لري، خلک بېکاره شوي او بهرني اسعار ورځ تر بلی د افغانیو پر وړاندې لوړېږي چې له امله یې په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې هم په لوړېدو دي.

د نوراني په وینا امریکا دې پر طالبانو د فشار لپاره داسې بدیلې لارې ولټوي چې زیان یې عامو خلکو ته ونه رسېږي. له دې وړاندې هم د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون لپاره ځینو نورو هېوادونو هم غږ کړی، خو په اړه یې پرېکړه نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالره پانګه کنګل کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام