ناپېژنده وسله‌والو د فاریاب د اقتصاد رییس وژلی

د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې ناپېژنده وسله‌والو د دغه ولایت د اقتصاد رییس عبدالرحمان منور کور ته پر لاره وژلی دی.
دا پېښه نن ماسپښین د دغه ولایت په قیصار ولسوالي کې شوې ده. د فاریاب د اقتصاد رییس د قیصار ولسوالي د «سپرګلیک» سیمې اوسېدونکی و.

فاریاب کې یوې ۴۰ کلنې ښځې ځان را ځړولی

یوې ۴۰ کلنې ښځې نن سهار د فاریاب ولایت د اندخوی ولسوالي په کوپلک سیمه کې ځان را ځړولی او وژلی دی.
په اندخوی ولسوالي کې سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې یادې ښځې د خپلې کوټې په پکه کې ځان را ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

فاریاب کې یوه ځوان خپله خور وژلې

فاریاب کې ځینو سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې د حمیدالله په نوم یوه ځوان خپله ځوانه خور په توپانچه ویشتلې او وژلې ده.

دا پېښه نن مازدیګر د فاریاب د مرکز میمنې ښار د دویمې ناحیې په اړوند سیمه کې شوې ده.

فاریاب کې ټرافیکي پېښه؛ شپږ کسان مړه او لس نور ټپیان شوي

د فاریاب خان‌چهار باغ ولسوالي کې سرچینې وايي چې دغه ولسوالي کې د یوه پلانکوچ ډوله او ټراکټور د ټکر له امله شپږ کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې سرچینې زیاته کړې چې پېښه کې څلور ښځو، یوه ماشوم او یوه نارینه ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور کسان ټپیان شوي دي.

فاریاب کې د ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.

د مسوولانو په وینا، یاده ټرافیکي پېښه نن سهار ۹بجې د فاریاب مرکز میمنې ښار او المار ولسوالي پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

فاریاب کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او نهه ټپیان شوي

په فاریاب کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او لس ټپیان دي.
د پېښې یو عیني شاهد محمدالله سلام‌وطندار ته ویلي چې نن سهار ۶:۳۰ بجې د فاریاب د دولت‌اباد او قرمقول لومړي نمبر لویې لارې په اوږدو کې یوه سراچه ډوله موټر له سړک واوښت چې پرمهال یې یاده مرګ‌ژوبله رامنځته شوه.

استخباراتو فاریاب کې د سلام‌وطندار خبریال نیولی

په فاریاب کې د تمنا راډیو مسوول فېروز غفوري وايي، د طلحه په نوم د دغه ولایت د استخباراتو مرستیال له څو نورو ځواکونو سره نن سهار لس نیمې بجې د سلام‌وطندار خبریال علاوالدین ایرکین د ده له دفتره بیولی دی. غفوري وايي، څو دقیقې وروسته د طلحه په نوم د فاریاب د استخباراتو مرستیال له څو ځواکونو سره د ده دفتر ته ورغلی او د سلام‌وطندار خبریال یې له ځان سره بیولی دی. .

غور او فاریاب کې دوه کسانو ځان وژنه کړې

غور کې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالي کې یوه ځوان ځندۍ کړی او ځان وژنه یې کړې ده.

د دغه ولایت د امنیې قومنداني مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ځوان شاه‌ولي نومېده او د مرغاب ولسوالي د «جنداک» کلي اوسېدونکی و.