په فاریاب کې د سلام‌وطندار خبریال علا‌ء‌الدین ایرکین وایي، د ا.ا د استخباراتو له دوه ساعته بند وروسته خوشې شوی دی.

ایرکین سلام‌وطندار ته ویلي چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې د ناسم پوهاوي له امله نیول شوی و چې نږدې دوه ساعته  له استخباراتو سره په بند کې و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د قومي مشرانو او د رسنیو د استازیو په منځګړیتوب بېرته راخوشې شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

علا‌‎ءالدین ایرکین په دې اړه له نورو جزییاتو ورکولو ډډه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام