په فاریاب کې د تمنا راډیو مسوول فېروز غفوري وايي، د طلحه په نوم د دغه ولایت د استخباراتو مرستیال له څو نورو ځواکونو سره نن سهار لس نیمې بجې د سلام‌وطندار خبریال علاوالدین ایرکین د ده له دفتره بیولی دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې ښاغلي ايرکین ته لومړی یو زنګ راغی او د ځای پوښتنه یې ترې وکړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غفوري وايي، څو دقیقې وروسته د طلحه په نوم د فاریاب د استخباراتو مرستیال له څو ځواکونو سره د ده دفتر ته ورغلی او د سلام‌وطندار خبریال یې له ځان سره بیولی دی. هغه زیاتوي، یادو کسانو د علاوالدین ایرکین د نیول کېدو د لامل او انګېزه په اړه هېڅ نه دي ویلي.

په همدې حال له نن سهار راهیسې د ښاغلي ایرکین د ټیلیفون شمېرې بندې دي او نه یو توانېدلي چې له نوموړي سره اړیکه ټينګه کړو.

دا لومړی ځل نه دی چې د اسلامي امارت استخبارات د سلام‌وطندار خبریال نیسي، تر دې وړاندې یې هم په کابل کې په دوو جلا جلا پېښو کې د سلام‌وطندار خبریالان چې د ښځو اعتراضونو د پوښښ لپاره سیمې ته تللي وو، نیولي او څو ساعته یې په بند کې ساتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت څو میاشتې وړاندې رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون د جوړېدو اعلان وکړ.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په دې اړه جوړ شوي کنفرانس ته ویلي و چې تر دې وروسته به د رسنیو او خبریالانو اړوندې قضیې د دغه کمېسیون له لارې څېړل کېږي او نظامیان به په‌کې لاسوهنه نه کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام