د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار کې د ښاروالي له لوري د ښاري نظم ټینګښت لپاره سلګونه زړې او غیرمعیاري هټۍ نړول شوي او پر ځای به یې نوې هټۍ‌ ورغول شي.

د ميمنې ښاروال داملا محب‌الله موفق سلام‌وطندار ته وايي، میمنې ښار کې یې د نږدې یوې پېړۍ زړې هټۍ د خلکو د پرله‌پسې غوښتنو، هټۍ‌والو او ولايتي ادارې په همغږۍ نړولي او د ښاروالي له‌خوا د طرحه شوي پلان سره سم به بېرته ورغول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې یادې هټۍ له تېرو ۸۰ تر ۱۰۰ کلونو پخوانې وې او هر کال به د زړښت له امله چپه‌کېدې چې د دوی له لارښوونو سره سم نړول شوې دي.

نوموړي وویل: «موږ هر کال د څو هټیو د چپه‌کېدو شاهدان وو او د خلکو د پرله‌پسې غوښتنو پر بنسټ او د ښاروالي پر وړاندیز هټۍ‌والو ته توصیه وشوه چې دوکانونه تخریب او بېرته یې ورغوي.»

په ورته وخت کې د دغو هټیو یوشمېر مالکان د میمنې ښاروالي له دې اقدام څخه هرکلي کوي، خو زیاتوي چې د خپلو هټیو د بیارغولو توان نه‌لري.

دوی د خپل بد اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د ساختماني توکو د بیو له لوړوالي هم شکایت کوي. د یوې هټۍ مالک عبدالحلیم وویل: «موږ خوشحاله یو چې ښار مو اباد شي، خو د ودانیزو توکو بیې لوړې شوي او موږ خوښ نه یوو. زر خښتې په ۳۸۰۰ افغانۍ وې، اوس ۴۸۰۰ شوي. اوسپنه هم اسمان ته ختلې.»

بل‌خوا يوشمېر هغه کسان چې دوکانونه يې په کرايه نيولي وايي، د دوکانونو د بيارغونې لګښت نه‌شي پوره کولای او بايد د هټيو مالکان يې د جوړولو مسووليت پر غاړه واخلي.

احمد شکېب چې يوه هټۍ یې په کرایه اخیستې وايي: «له یوې د هټیو مالکان وايي چې باید هټۍ‌وال دې هټۍ ورغوي او موږ به یې کرایه کې حساب کړو، خو بل‌ لوري ته ویل کېږي چې د هټیو کرایه لوړېږي، ښاروالي څخه غواړو چې دې برخې ته پام وکړي.»

په ورته مهال میمنې ښار کې یو‌شمېر کارګر د یادو هټیو د نړېدو له امله د کاروبار غوړېدو څخه هرکلی کوي او له حکومت غواړي چې خلکو ته دومداره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

یوه کارګر احمد وویل: «ډېر خوشحاله شوم چې خپل ښار کې مې کار پیدا کړ، څو هېواد مې پرمختګ وکړي. کارګرو ته د کار زمینه هم برابره شوه، څو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.»

  سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو له دې سره، د ميمنې ښار اوسېدونکي د ښاروالي د دغه اقدام څخه هرکلى کوي او د دغې ادارې له‌خوا د لازياتې پاملرنې غوښتونکي دي. دا په داسې مهال دی چې تر دې وړاندې هم د ميمنې ښاروالي د دغه ښار ټولې لارې د لاس پلورونکو له شتون څخه پاکې کړې وې.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام