Asset 1SWN

فاریاب کې ټرافیکي پېښه؛ درې ځوانان مړه او درې نور ټپیان دي

Faryab-12-q2a88k46tj3rfkd1wgssjf00z32qipckeoollcolmw

فاریاب کې محلي سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله درې ځوانان مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینو په وینا، دا پېښه د سلواغې په ۲۷مه، د پنجشنبې په ماښام د فاریاب‌-‌جوزجان پر لویې لارې شوې ده.

سرچینې وايي، د فاریاب شپږ اوسېدونکي چې ټول ځوانان وو، په یوه «رونیکس» موټر کې سپاره دي، خو موټر یې له سړک څخه اوښتی او چپه شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې دې پېښه کې درې ځوانان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ټرافیکي پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌غوري او نه پام بلل شوی دی.

د فاریاب محلي مسوولانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام