د بشر حقونو څار بنسټ په افغانستان کې د روغتیايي وضعیت او ورځ تر بلې د خوار ځواکۍ پېښو د ډېرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد کې بانکي محدودیتونو د مرستو رسولو بهیر زیانمن کړی دی.

د بشرحقونو څار بنسټ ویلي، په داسې حال کې چې ګڼ‌شمېر هېوادونو د بشردوستانه مرستو ژمنې ورکړي، خو افغانستان کې شته ناورین په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کې، غوره بانکي سېسټم ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد بنسټ په وینا، د افغانستان ډېری بانکونه په سختۍ سره کار کوي او پر افغانستان بانک د محدودیتونو له کبله د ډېرو پیسو اخیستل ناشوني کړي دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې مرستندویه سازمانونه وايي،  نشي کولای افغانستان ته مالي مرستې ورسوي، ځکه نړیوال بانکونه پر کابل د مخکینیو لګېدلو بندیزونو له کبله پښې نیولي دي او افغانستان بانکونه د اسعارو د کموالي له امله د نغدو پیسو اخیستل محدود کړي دي.

په ورته مهال د بشرحقونو څار سازمان همدا راز په افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښو د ډېروالي په خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې یوازې د هلمند په روغتون کې پر خوارځواکۍ اخته ۸۰۰ ماشومان بستر دي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې  روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي چې د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه شاوخوا ۱۳۰۰۰ ماشومان د خوارځواکۍ او لوږې له امله مړه شوي دي.

په دې وروستیو کې یو‌شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو د هېواد په ځینو ولایتونو کې د خوارځواکۍ او شري ناروغۍ د پېښو ډېروالي په اړه خبرداری ورکړی وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د هېواد بانکي سېسټم له تېرو اتو میاشتو راهیسې، له کله نه چې وروستي سیاسي تحولات رامنځته شوي، له جدي ستونزو سره مخ شوي او بانکونه خپلو پېردونکو ته پر ټاکلي وخت او د پیسو ټاکلې اندازې څخه زیات څه نه ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام