ګڼ‌شمېر افغانانو نن د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې افغانستان کې د «هزاره‌ګانو د نسل‌وژنې» په غبرګون کې لارو او کوڅو ته راووتل او د هزاره وګړو د نسل‌وژنې د بندېدو غوښتنه یې وکړه.

دا اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې د تلې پر ۸مه د کابل لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید پرمهال لسګونه زده‌کوونکو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

له یاد برید وروسته افغانستان او د نړۍ ګڼو هېوادونو کې اعتراضونه وشول او د هزاره وګړو د وژنې درېدو غوښتنه يې وکړه. په وروستیو څو ورځو کې نه یوازې افغانستان، بلکې ګڼو نورو هېوادونو کې هم اعتراضونه شوي دي.

د یادو اعتراضونو پر دوام نن شنبه د تلې ۱۶مه ویل کېږي چې د نړۍ په ۹۰ هېوادونو کې افغانان راټول شوي او د هزاره‌ګانو د وژنې د بندېدو غوښتنه يې کړې ده.

د نړۍ ځینو ښارونو کې د کوربه هېوادونو وګړو هم افغانانو سره په همغږۍ د عدالت غوښتو غږ پورته کړی او افغانستان کې یې د هزاره‌ګانو د نسل وژنې پای ته رسېدو غوښتنه کړې.

ترکیه افغان لاریونوال مظاهر رییس‌زاده سلام‌وطندار ته وویل: زموږ د اعتراضونو اصلي موخه دا ده چې د هزاره‌ګانو نسل وژنه بنده شي. غوښتنه مو دا وه چې امنیت شورا، ملګري ملتونه او بشري‌حقونه په بې پرې توګه د هزاره‌ګانو نسل‌وژنه وڅېړي.»

دا داسې مهال دی چې په دې وروستیو کلونو کې افغانستان کې هزاره‌ مېشتې سیمې په ځانګړې توګه د دغه قوم مذهبي او ښوونیز مرکزونه تر خونړیو بریدونو لاندې راغلي او سلګونو کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یوه اعتراض کوونکي عنایت‌الله حفیظ سلام‌وطندار ته وویل، هڅه کوي چې په دغو لاریونونو سره نړیوال سازمانونه افغانستان کې د هزاره نسل وژنه په رسمیت وپېژني او د هغوی د بشري حقونو پر وضعیت څېړنې وکړي.

دې سره هم‌مهاله ټولنیزو رسنیو کې د هزاره‌وو د نسل وژنې بندولو کمپاین «#StopHazarAGenocide» هم په لاره اچول شوی چې تراوسه څه باندې ۶ میلیونه ځلې شریک شوی دی.

پر کاج ښوونیز مرکز برید کې د وژل شوې پېغلې نجلۍ نجیبې خور سکینه ادیب سلام‌وطندار ته ویلي، هغه د افغانستان د هزاره‌ګانو د نسل وژنې پای ته رسولو لپاره د نړۍ په کچه لاریونونو څخه هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړه، هیله لري چې ملګري ملتونه او نړیوال دغه غږ واوري او د دوی غوښتنو ته پام وکړي.

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې د ملګروملتونو سازمان او د بشري حقونو نورو نړیوالو بنسټونو هم افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې پر هزاره‌وو او نورو مذهبي اقلیتونو د هدفي بریدونو دوام څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام