د افغانستان د خبریالانو مرکز نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د سلام‌وطندار پر خبریال او اډېټور محمد‌علي احمدي وسله‌وال برید غندلی دی. دغه بنسټ ویلي، دغه پېښه په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښ او وېرې بهیر راژوندي کول دي چې په ژوره توګه د هېواد د رسنیو ټولنې د اندېښنې لامل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې‌ احمدي د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ له دفتر څخه کور ته پر لار و چې د یوه وسله‌وال برید لاندې راغی او په دې برید کې یې یوه پښه ژوره تپي شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه چې اوس په روغتون کې دی، وايي چې کور ته د تلو پرمهال موټر کې یې له ناستو کسانو سره د هېواد روان وضعیت څرنګوالي په اړه بحث وشو.

نوموړی وايي، ټول هغه کسان چې موټر کې ناست وو، د ناسم سیاسي وضعیت او ناوړه پایلو په اړه یې خبرې کولې. علي‌احمدي وايي، د وضعیت څرنګوالي په اړه د بحث په پیل سره ټولو د خپلو پخوانیو دندو او په دې اړه چې د طالبانو په راتګ سره بې‌کاري زیاته شوې خبرې وکړې.

د سلام‌وطندار راډیو خبریال وايي، یو پوخ عمر لرونکی کس یې څنګ ته ناست وو او ده څخه یې وپوښتل چې ایا چېرته کار کوي او که نه. کله چې هغه کس د علي‌ احمدي دندې او دا چې د سلام‌وطندار راډیو کارکونکی دی پوهېږي، هغه کس ورته وايي چې سلام‌وطندار راډیو یوه امریکايي راډیو ده.

علي‌احمدي وايي، څنګ ته ناست کس یې ناڅاپه له موټر چلونکي وغوښتل چې موټر ودروي. همدا چې له موټر څخه ښکته کېږي، یو ناڅاپه وسله را وباسي او پر هغه څو ډزې کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې سره هم‌مهاله، د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، «د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغې پېښې په اړه خپل ژوره اندېښنه څرګندوي او د طالبانو د حکومت له مسوولانو غواړي چې دې پېښې ته په رسېدو سره، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخالي د مخه پر لوړېدونکي بهیر مخه دې ونیسي او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام