Asset 1SWN

۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل شوی

IMAGE_1672395868

د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست نن (سه‌شنبه، د سلواغې ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی دی.

یاد ریاست ویلي چې په دغو ولایتونو کې  د روانې سلواغې میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه (سبا او بله وررځ) د واورې او باران اټکل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

بدخشان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، تخار، کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان‌وردګ، بامیان، سمنگان، دایکندي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس او هرات هغه ولایتونه دي چې د واورې او باران د ورښت اټکل په‌کې شوی دی.

د هواپېژندنې ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۴۰ ملي‌مټرو د باران او په ځینو سیمو کې بیا له ۱۵ تر ۵۰ ملي‌مټرو پورې د واورې د ورښت وړاندوینه شوې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د ملګرملتونو سازمان د راپور پر بنسټ افغانان د تېرو ۱۵ کلونو تر ټولو سخت ژمی تجربه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام