د افغانستان د درملي خدمتونو ټولنې چارواکي وايي چې د خوړو او درملو ملي ادارې د دوی وارد شوي درمل د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې درولي او که اجازه ورنه‌کړل شي، کیفیت ته به یې زیان ورسېږي.

د درملي خدمتونو ټولنې رییس اسدالله کاکړ د خوړو او درملو پر ملي ادارې نیوکه کوي چې د خپلو نامسلکي کړنو سره له درملو بار نږدې ۲۰۰ کانټېره درولي چې له امله یې د هېواد په بازارونو کې د درملو بیه لوړه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د درملي خدمتونو ټولنې غوښتل پرون کار‌بندیز وکړي، خو اسلامي امارت ژمنه ورکړې چې د ستونزې د حل په موخه به ورسره خبرې وکړي. هغه زیاته کړه، که رییس‌الوزرا او نورو چارواکو سره یې نننۍ لیدنو ستونزې حل نه‌کړې، کاربندیز به پیلوي.

خو د خوړو او درملو ملي ادارې رییس ډاکتر عبدالباري عمر دغه ادعاوې ردوي او وایي، یادو درملو ته ځکه له ګدامونو څخه د ایستلو اجازه نه ورکوي چې د درملو واردونونکي د ناقانوني درملو د نه‌واردولو ژمنه نه‌کوي.

هغه وویل، سره له دې چې د درملو واردونکو د شخصي ګټو لپاره قانون څخه سرغړونه کړې، خو بیا هم سوداګرو ته د زیان نه‌رسېدو لپاره د درملو ټولنې مشرانو سره په ګډه پرېکړه کړې چې که له چېک کولو وروسته د درملو کیفیت ستونزه درلوده، ضبط به شي.

د هغه په وینا، د درملو د ټولنې ځینې مشران غواړي د هر ډول درملو واردولو حق ولري او د بې‌کیفیته درملو په واردولو سره هڅه کوي هېواد کې د درملو د تولید مخه ونیسي.

د درملو او خوراکې توکو د ادارې مشر زیاتوي، هڅه کوي هېوادوالو ته باکیفیته خوراکي توکي او درمل چمتو کړي.

په همدې حال کې د کابل ښار یوشمېر درمل پلورنکي هم بازار کې د ځینو درملو کمښت او د بیو لوړېدل یې مني. دوی حکومت څخه غواړي چې د درملو نرخونو او کیفیت کنترول کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د درملي خدمتونو ټولنې پخوا هم د خوړو او درملو په ملي ادارې نیوکې کړې وې چې د دوی د نه مسلکی‌توب له امله ګمرکونو کې درمل بند پاتې دي او په دلیل یې د ځینو درملو کمښت احساس کیږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام