د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو بېلابېلو پېښو پر مهال دوه کسان وژل شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله سلاموطندار ته ویلي، لومړۍ پېښه چې تګاب ولسوالي کې رامنځته شوې د عیدمحمد په نوم یو ۱۶کلن ځوان هغه مهال د خپل «تره د زوی» لهخوا ووژل شو چې دواړو پر وسلې لوبې کولې.
نوموړي ویلي: «دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دوو د تره زامنو په خپل کې پر یوې وسلې لوبې کولې چې ناڅاپه له وسلې ترې ډزې شوي او دغه ۱۶ کلن ځوان وژل شوی دی.»
په ورته مهال د بادغیس د والي ویاند زیاته کړې د دغه ولایت په جوند ولسوالي کې یو کس د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه پېښه پرون دوشنبه د یادې ولسوالي اړوند «یکمروت او کازک لال بای» کلي کې رامنځته شوې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
تراوسه د پېښې انګېزه نه ده روښانه شوې، خو د بادغیس د والي ویاند ویلي چې په اړه یې پټلنې پیل کړي دي.