Asset 1SWN

انټونیو ګوټرېش: ا.ا دې د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لغوه کړي

download

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د زده‌کړو د نړیوالې ورځې په مناسب پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اسلامي امارت دې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې تبعیضي چلند پای ته ورسوي. نن د جنوري ۲۴مه د زده‌کړو نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د ملګروملتونو سرمنشي نن سه‌شنبه د سلواغې څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه د اسلامي امارت پر حکومت غږ کړی چې د نجونو د زده‌کړو او لوړو زده‌کړو پر وړاندې بندیزونه لغوه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي لیکلي: «زه پر اسلامي امارت غږ کوم چې د نجونو د ثانوي، لېسې او لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي په اړه خپل ظالمانه محدودیتونه لغوه کړي.»

د ملګروملتونو سرمنشي داسې مهال افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کوي چې په روانه اوونۍ کې د ملګروملتونو دوو لوړپوړو پلاویو افغانستان ته د خپل سفر پر مهال د نجونو پر زده‌کړو ټينګار کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

په ورته مهال د بشري مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګرېفېټس پرون دوشنبه کابل ته راغلی او له یو‌شمېر چارواکو سره د لیدنې پر مهال یې افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام