د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي ویلي، په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د جګړو، تاوتریخوالي، د بشري حقونو نقص او ځورونې له امله د کډوالو شمېر، له سل میلیونه اوښتی دی.

د ملګروملتونو عالي کمېشنر د ویجاړونکو نښتو مخنیوي، د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د هغو مسایلو د حلولو غوښتنه کړې چې بې‌ګناه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، ایتوپیا، بورکینافاسو، میانمار، نایجیریا، افغانستان او کانگو هېوادونو کې اوږدمهاله نښتې او د تاوتریخوالي نوې څپه، روان میلادي کال کې د کډوالو د زیاتېدو لامل شوې ده.

د دې ترڅنګ د اوکراین جګړې روان میلادي کال ۸ میلیونه کسان دغه هېواد کې بې‌ځایه کړي او شاوخوا ۶ میلیونه کسان یې نورو هېوادونو ته کډوال کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو پربنسټ، د ۲۰۲۱ کال تر پایه ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر ۹۰ میلیونه کسانو ته رسېده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام