د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ضمني توګه خبرداری ورکړی هر هېواد چې اوکراین کې پوځي لاسوهنه وکړي، هغه به د اټومي برید اقدام وکړي. اوس پوښتنه دا ده چې لوېدیځ هېوادونه څومره باید دغه خبرداری جدي ونیسي؟ داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالتونو په شمول د ناټو اېتلاف ډاډ ورکوي چې هغوی به اوکراین کې نظامي ګډون ونه لري. دې سره یو شمېر شنونکي وايي، د پوتین څرګندونو ته نه‌باید د یوه تش ګواښ په نظر وکتل شي.

اوسلو پوهنتون کې د سیاسي علومو مرستیال او د اوسلو د اټومي وسلو پروژې غړی جیمز کامرون وايي، دا داسې څه نه دي چې هغه یوازې په ژبه ویلي، دی هڅه کوي چې ځان یو قاطع کس وښيي. هلته دلیل او منطق شتون لري. ولادیمیر پوتین چې د پنجشنبې په سهار پر اوکراین د برید اړه خبرې کولې، وې ویل چې روسیه به هر ډول بهرنۍ پوځي لاسوهنې ته قاطع ځواب ورکړي. هغه وویل: «هرڅوک چې زمونږ مخنیوی وکړي او هېواد او خلکو ته مو لا ډېر خطر متوجه کړي، باید پوه شي چې روسیه به چټک ځواب ورکړي او پایلې به یې دومره پراخې وي چې تاریخ کې به ورسره مخ شوي نه یاست.»

کله چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر څخه د پوتین د دې وینا «پایلې به یې دومره پراخې وي چې تاریخ کې به ورسره مخ شوي نه یاست.» په اړه پوښتنه وشوه، ایا د هغه دا جمله اوکراین کې د اټومي برید کولو ګواښ دی؟ هغه په ځواب کې وویل یقیناً دغسې یو برداشت شوی دی. دې سره، د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د روسیې ولسمشر پوتین باید پوه شي چې ناټو هم اټومي وسلې لري: «هو، زما په نظر ولادیمیر پوتین باید پوه شي چې ناټو یو اټومي اتحاد دی.»

جیمز کامرون وايي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن او نورو لویدیځو مشرانو په ښکاره توګه ویلي چې اوکراین کې په واقعي توګه د پوځي لاسوهنې امکان شتون نه لري. خو زیاته کړې یې ده چې اټومي وسلو څخه د ګټې اخیستو په تړاو د پوتین ضمني ګواښ بې‌ځایه/ لافې وهل نه‌دي؛ ځکه دا د هغه د تګلارې یوه برخه ده. د مثال په توګه، پوتین د اونۍ په پای کې پر اټومي تمرینونو څخه چې له غږ چټک سرعت لرونکي بالستیک توغندي او نورې اټومي وسلې په کې شاملیږي، نظارت درلود. ښاغلی کامرون زیاتوي چې ښايي پوتین د پوځي لاسوهنې په تړاو د ناټو د غړیو هېوادونو څرګندونو په اړه وېره لري او په دغسې وینا سره غواړي پر هغه څه چې اوکراین کې یې ترسره کوي، سیوری وکړي او دغه وېره له منځه یوسي.

اینسربورګ پوهنتون کې ـ چې د امریکا او روسیې پر اړیکو تمرکز لري ـ د نړیوالو اړیکو استاد ګرهارډ منګاټ وايي، دا لومړی ځل نه ‌دی چې پوتین دغسې خبرداری ورکوي. هغه وايي چې ۲۰۱۴ کال کې د کریمیا ټاپووزمې د الحاق پرمهال هم د روسیې اټومي ځواک د چمتوالي په حال کې وو. ده وویل چې که لوېدیځ د پوځي لاسوهنې پرېکړه وکړي، اټومي وسلو څخه د روسیې ګټې اخیستو په تړاو واقعي خطر رامنځ ته کېدای شي. منګاټ وايي: «واقعي خطر شتون نه‌لري؛ ځکه لوېدیځ اجازه نه ورکوي چې داسې یو څه پېښ شي.»

د «بروکینګ» موسسې لوړپوړی شنونکی او د امریکا د دفاع ستراتيژۍ متخصص مایکل اوهانلو وايي چې د پوتین ګواښونه د هغه د لیدلوري، تګلارې او نړۍ‌لید یوه برخه ده. هغه وویل چې پوتین اوکراین د روسیې د ګټو هسته بولي او په همدې دلیل یې د دغې جګړې لومړی ګام پورته کړی دی. دغه‌راز اټومي وسلو څخه د ګټې اخیستو ګواښ د تعجب وړ نه‌ده. د هغه په وینا، لکه څنګه چې لوېدیځ له اوکراین څخه د دفاع او جګړې غوراوی په پام کې نه‌دی نیولی، نو د پوتین د ټومي وسلو ګواښونه دومره د اندېښنې وړ نه‌دي.

د منګاټ په وینا، د روسیې اټومي بټیو کې ۴۵۰۰ اټومي وسلې دي چې له ډلې یې ۱۵۵۰ په نقلیه وسایطو اېښودل شوي دي. «روسیه هرډول اټومي وسلې لري او د ګټې اخیستو لپاره یې هم مختلف وسایل لري. کولی شي هغه د کروز توغندیو، منځني واټن وېشتونکو بالستیک توغندیو او لرې واټن وېشتونکو بالستیک توغندیو په واسطه وکاروي. نو روسیه واقعآ هم کولی شي دغه جګړه په یوې بشپړې اټومي جګړې بدله کړي.

جیمز کامرون وايي، داسې حال کې چې په سختۍ سره ویلی شو چې روسیه په کومه کچه اټومي وسلې لري، خو مطمئناً چې شمېر یې د سړې جګړې په کچه نه دی. دې سره، دغه اټومي وسلې تر هغې زیاتې دي هر څومره ویجاړۍ چې وغواړي رامنځ ته کولای یې شي. هغه زیاتوي چې روسیه او امریکا په یوه اندازه اټومي وسلې لري چې کولی شي یو بل ته زیان ورسوي. خو روسیې په زیاته اندازه لنډ واټن وېشتونکې اټومي وسلې لري، چې کولای شي پرې اروپايي متحدان او امریکا له منځه یوسي. کامرون وايي: «ان که د دغو وسلو له یوې څخه یې استفاده وشي، د نړۍ بدلونکې پېښه به وي.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام