اسراييلو کې د چړو په وسيله درې کسان وژل شوي او څلور ټپيان دي

اسراييلي چارواکي وايي، په تل ابیب کې د پنجشنبې پر ماښام دوو وسله‌والو په خلکو د چړو ګوزارونه کړي چې درې کسان یې وژلي او څلور نور یې ټپيان کړي دي. برید د اسراييل د خپلواکۍ پر ورځ شوی او دا په وروستیو اوونیو کې د خپل ډول تازه برید بلل کېږي. د حماس ډلې دغه بريد ستايلي او ويلي يې دي: «د الاقصی پر جومات بريد بې ځوابه نه پاتې کېږي.»

افغانستان کې وروستنی يهود هم اسراييلو ته ځي

په افغانستان کې يوازيني پاتې شوي يهود زبولن سمنټف ويلي، اسراییلو ته له دې وېرې ځي چې که چېرې امريکايي سرتېرې له افغانستانه ووځي، نو يوه تشه پيدا کېږي چې د طالبانو په څېر افراطي ډله به يې ډکه کړي.

سمنټف په کابل کې د یهوديانو د عبادت ځای یوازینی ساتونکی دی چې عرب نیوز ته يې ويلي، له ​​اسراییلو به  د افغانستان اوضاع د ټلویزیون له لارې څاري ترڅو پوه شي چې دلته څه تېرېږي.