Asset 1SWN

افغانستان کې وروستنی يهود هم اسراييلو ته ځي

Zabon-p5b63rytv82mhhbzamhg7ia6vrhy7gqhsg3uqp3yc4

په افغانستان کې يوازيني پاتې شوي يهود زبولن سمنټف ويلي، اسراییلو ته له دې وېرې ځي چې که چېرې امريکايي سرتېرې له افغانستانه ووځي، نو يوه تشه پيدا کېږي چې د طالبانو په څېر افراطي ډله به يې ډکه کړي.

سمنټف په کابل کې د یهوديانو د عبادت ځای یوازینی ساتونکی دی چې عرب نیوز ته يې ويلي، له ​​اسراییلو به  د افغانستان اوضاع د ټلویزیون له لارې څاري ترڅو پوه شي چې دلته څه تېرېږي.

د نوموړي له حضور پرته به پلازمېنه کې د يهودانو عبادت ځای وتړل شي او په افغانستان کې د يهودانو د دورې ژوند چې د څېړنکيو په باور کم له کمه ۲۰۰۰ کاله وړاندې پيل شوی و، پای ومومي.

د عرب‌نیوز د راپور پر بنسټ، له ۱۹۹۸ کال راهيسې د نوموړي مېرمن او دوه لورانې په اسراييلو کې ژوند کوي؛ خو سمنټف افغانستان ترک نه‌کړ او څو لسيزې يې په ځانګړې توګه د طالبانو د رژيم او نورو سياسي ناندريو  کې تېرې کړې.

نوموړي عرب‌نیوز ته ويلي: « زه بريالی شوم، د يهودانو د زمري په شان مې کابل کې له عبادت ځای نه ساتنه وکړه.»

د غاليو او جواهرو پلورنکی زبولن سمنټف په هرات کې زېږېدلی.

په ۱۹۴۸ کې کال کې د اسراييلو د دولت له جوړېدو وروسته شاوخوا ۵ زره افغاني يهودان اسراييلو ته لاړل. يو شمېر نورو يې هم په ۱۹۷۹ کال کې د شوري يرغل پر مهال افغانستان ترک کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام