د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ افغانستان کې د بشريحقونو وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ریچارډ بنټ پرون د اروپايي پارلمان د بشري حقونو کمېټې ته په وینا کې ویلي، د افغانستان په پنجشېر، بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د بشري حقونو د سرغړونو او له ملکيانو سره د تاوتریخوالي ادعاوو سخت اندېښمن کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي دغې کمېټې ته په خپله وینا کې ویلي چې هره ورځ د خبریالانو، د بشري حقونو د ملاتړو، د مدني ټولنې د غړیو او پخوانیو حکومتي کارکوونکو د ورکېدو، غیرقضایي وژنو، خپلسري نیونو، بد چلن، شکنجې او ډلهییزو مجازاتو د ادعاوو په اړه راپورونه ترلاسه کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د هغه په وینا، اړتیا ده چې سیمه کې وضعیت له نږدې وڅارل شي. بلخوا بیا د اسلامي امارت مسوولانو دا ډول څرګندونې بېبنسټ بللې دي.