د اروپایي ټولنې پارلمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ستونزو په اړه د بحث لپاره دوه ورځنۍ غونډه پیل کړه چې نن او سبا به د افغان ښځو په تړاو پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

د اروپايي پارلمان خبرپاڼه کې راغلي، دغه غونډه کې چې سبا هم دوام لري، یوشمېر افغان ښځې، د ملګروملتونو او ځینو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون لري او د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو او نجونو وضعیت او ستونزو په اړه خبرې کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اعلامیه کې ویل شوي چې د افغان ښځو په استازیتوب دې غونډې ته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دواړه پخوانۍ رییسانې سیما سمر او شهرزاد اکبر، د میدان وردګ ولایت مخکینۍ ښارواله ظریفه غفاري، د افغان فلم مخکینۍ رییسه صحرا کریمي او یوشمېر مدني فعالانې وربلل شوي دي.

خو هېواد کې دننه د افغان مېرمنو یوشمېر فعالانې بیا د بهر مېشتو افغان مېرمنو په ګډون د اروپایي ټولنې د پارلمان غونډې ته ډېره هیله‌مندي نه‌لري.

کابل کې د افغان ښځو فعاله فرح مصطفوي وایي، د دې پر ځای چې اروپایي ټولنه یا نورو نړیوالو غونډو ته افغانستان څخه ښځې وروبلل شي، بهر مېشتو مېرمنو ته بلنه ورکول کېږي چې هېڅ کله د دوی استازولي نه‌شي کولای.

د هغې په وینا، افغانستان کې مېرمنې د زده‌کړو، کار، ټولنیزې ازادۍ او نورو حقونو ترلاسه کولو په موخه د اسلامي امارت مسوولانو پر وړاندې مبارزه او سختو شرایطو کی لاریونونه کوي، نو د اروپايي ټولنې غونډې ته باید افغانستان څخه ښځې وربلل شوې وی.

هغې وویل، د اروپایي ټولنې د پارلمان ناسته به هم د اوسلو غونډې په څېر د افغان ښځو لپاره ځانګړې لاسته‌راوړنې ونه‌لري.

نوموړې سلام‌وطندار ته وویل، «داسې ناستې چې داسې سمبولکې څېرې په کې ګډون کوي، هېڅ کله یې د افغانانو درد نه‌دی دوا کړی. د اوسلو غونډې په څېر چې د مېرمنو لپاره یې د پام وړ پایلې نه‌درلودې. خو د پردې ترشاه اروپایي ټولنه یو ستر نمایش په ډاګه کوي. داسې څه نشته پرته له یوې ساده غونډې، په دې دلیل هغه څه چې د اروپایي ټولنې لاس کې دي، د افغان ښځو په استازولۍ هغه دوی ټاکي، خو د افغان مېرمنو استازي باید خپله افغانان وټاکي.»

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شکیبا هاشمي هم وايي، د افغان ښځو د ستونزو په اړه د اروپایي ټولنې د پارلمان غونډې ته ډېره‌ هیله‌مندي نه‌لري.

هغې وویل، کومو مېرمنو چې د افغان ښځو په استازولي د اروپايي ټولنې دغه غونډه کې ګډون کړی، تېرو شلو کلونو کې یې د بهرنیانو په وسیله افغاستان کی لوړو پوستونو کې کار کړی او فساد کې ښکېلې وې، نو یاده غونډه به د افغان ښځو لپاره ګټورې پایلې ونه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، د اروپايي پارلمان غونډه کې د افغان مېرمنو په استازیوب ګډون کونکې مېرمن بیا غواړي د افغان مېرمنو پرسر سوداګري وکړي. د اروپایي پارلمان د اعلامیې له مخې، په دغه غونډه کې په مشخص ډول افغانستان کې د ښځو د راتلونکي او په دې اړه چې څنګه له هېواده بهر د ښځینه فعالانو ملاتړ وشي، بحث او خبرې کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام