یوشمېر افغانې ښځې چې مخکې یې د پوهنې وزارت په ګډون، د ښځو حقونو په ملاتړو بنسټونو، نادولتي موسسو، پوهنتونونو، رسنیو او مخابراتي شرکتونو کې کار کاوه وايي، له هغه وروسته یې چې پر کار بندیز لګېدلی، وزګاره شوي او سختې اقتصادي ستونزې تجربه کوي.

د ښځو حقونو ملاتړي بنسټونه چې د هېواد په کچه په‌کې سلګونو ښځو کار کاوه، لومړني بنسټونه وو چې د اسلامي امارت له لوري وتړل شول او هغوی وزګاره شوې.

زهرا چې مخکې یې د افغان ښځو شبکې د سولې لپاره د ځوانانو د عدالت غوښتنې کمېټه کې کار کاوه وايي، هغه پیسې یې چې د خپل کار له لارې ترلاسه کولې، د کورنۍ لګښتونه یې پرې پوره کول، خو اوس بې‌وزلۍ نه یوازې پر دې د ژوند کړۍ را تنګه کړې، بلکې کورنۍ یې هم له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «د طالبانو له راتګ وروسته مې دنده له لاسه ورکړه. چېرته مې چې کار کاوه، طالبانو هغه دفتر وتړه او ښځو ته بیا د فعالیت اجازه ور نه کړل شوه. دنده مې چې له لاسه ورکړې، د کورنۍ اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب شوی. ما دومره ګټلې چې د کورنۍ لګښتونه پرې پوره کړم. همدا زه د کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو مسووله وم.»

له شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښوونځیو او ورپسې د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو په تړل کېدو سره ګڼ‌شمېر ښوونکو او استادانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

شیبا چې د کابل په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وه، له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده‌کړو له بندیز سره سم یې خپله دنده له لاسه ورکړې ده. هغه وايي چې په وزګاره کېدو سره سختې اقتصادي ستونزې تجربه کوي: «په ټوله کې فکر وکړئ چې تنخوا اخلې او یو دم دې درباندې بنده او بې‌دندې شې، اقتصادي وضعیت نو خراب دی، ژوند دی بس تېرېږي.»

مروه چې ۸۰۰۰ افغانۍ معاش یې درلود او د ټولې کورنۍ لګښتونه یې پرې برابرول وايي، د منځنۍ او لېسې دورې د نجونو پر زده‌کړو له بندیز سره سم دې هم دنده له لاسه ورکړه، پوروړې شوه او ژوند یې تریخ شو. هغه زیاتوي: «په کورنۍ کې یوازې ما کار کاوه او اوس هېڅ ډول عاید نه لرو. دنده مې له لاسه ورکړې.»

نسترن بیا د یوې بلې ښوونکې مستعار نوم دی. نوموړې هم هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته وزګاره شوې ده. هغه چې د خپلو خویندو او ورونو سرپرسته هم ده، وايي: «له ستونزو سره مخامخ یم؛ ځکه چې د ورونو او خویندو سرپرسته زه یم. زموږ مالي وضعیت رښتیا هم خراب دی. زموږ ژوند نور هم ناسم لوري ته روان دی.»

خاطره او سیما هم د هغو دوو نورو نجونو مستعار نومونه دي چې یوه یې ښوونکې وه او بلې یې د یوه خصوصي پوهنتون په جندر برخه کې کار کاوه. دوی وايي چې د افغان نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د اسلامي امارت د بندیز له کبله وزګاره شوې دي. دغه افغانانې ځانونه د هغو الوتونکو په څېر یادوي چې په قفس کې له اوبو او ډوډۍ پرته اچول شوې وي.

د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ په درېیمه د یوه رسمي مکتوب له لارې په ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې د ښځینه‌وو پر کار بندیز ولګاوه چې له کبله یې ګڼ‌شمېر افغانې ښځې وزګاره شوې.

صابره سیدي چې د یوې نادولتي موسسې کارکوونکې وه وايي، له هغې راهیسې چې وزګاره شوې، پر کور ده او ان د ژوند لګښتونو د پوره کولو وسه هم نه لري او په وینا یې، دغه وضعیت یې ډېره ځوروي.

رخسار هم په یوه مخابراتي شرکت کې کار کاوه چې اوس وزګاره شوې ده. هغه وايي، ژوند یې تریخ شوی او له شته ستونزو سره د مبارزې وسه یې هم له لاسه ورکړې ده. نوموړې په ناهیلۍ او ډک ستوني وايي چې افغانې ښځې هېرې شوي او هېڅ ملاتړی نه لري.

رخسار زیاتوي: «دنده مې په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له کبله له لاسه ورکړه. په یوه مخابراتي شرکت کې مې کار کاوه. اقتصادي وضعیت مې د تېر په پرتله ډېر خراب دی. د میاشتې مې دولس زره افغانۍ تنخوا لرله او د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ پیدا کولو مسوولیت مې درلود.»

دا یوازې ښوونکې، استادانې او د نادولتي بنسټونو کارکوونکې نه‌دي چې وزګارتیا او بې‌وزلي یې ځوروي، بلکې یوشمېر ښځینه خبریالانې هم د وروستيو بدلونونو له کبله وزګاره شوي او سختې شپې او ورځې تېروي.

په بلخ او بدخشان کې دوه ښځینه خبریالانې چې نه غواړي نومونه یې یاد شي، وايي چې پر ښځینه خبریالانو د لګېدلیو محدودیتونو او د یوشمېر رسنیو د تړل کېدو له کبله یې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

په کابل کې د یوې تصویري رسنۍ خبریاله سپنا سحر چې د رسنیو د مالي ستونزو له کبله وزګاره شوې، وايي: «اوس موږ لس افغانۍ عاید هم نه لرو؛ ځکه په کور کې یوو. له ډېرو ستونزو سره مخامخ یوو. ژوند مو نور هم سخت شوی دی.»

که څه هم د سوداګرۍ او صنایعو برخه کې لا هم یوشمېر ښځې پر کار بوختې دي، خو دا ښځې هم شکایت کوي چې کاروبار یې پیکه شوی او ګټه نه‌شي کولای.

د یاقوتو او زعفرانو سوداګره نفیسه دانش وايي: «له بده مرغه که شرایط همداسې پر مخ ولاړ شي، تر راتلونکو درېوو یا څلورو میاشتو پورې به هغه ټولې مېرمنې چې هټۍ یا تولید لري او یا هم دفترونه لري، ټول به را ټول کړي؛ ځکه د بازار او پېرودونکي نه شتون د خلکو د ماتې لامل کېږي.»

یوه صنعت‌کاره ثانیا محمدي هم وايي چې مخکې به یې خپل محصولات المان او روسیې ته صادرول، خو اوس یې کاروبار پیکه شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بورډ غړې پشتون امیر د روان وضعیت په اړه د اندېښنې ښودلو تر څنګ وايي، پر ښځو لګېدلي محدودیتونه او د هغوی نه ملاتړ د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د دېوالي کېدو لامل شوی دی.

هغه وايي، د سوداګرو مېرمنو ملاتړ ملاتړ نه‌دی شوی او کوم نندارتونونه او بازارونه چې جوړ شوي، هلته هم پېرودونکي نه ورځي؛ نو کاروبار یې په ټپه ولاړ دی.

سره له دې چې د ښځو ډېری ملاتړي بنسټونه تړل شوي، خو د ښځو لپاره د ښځو موسسه چې اوس هم فعالیت کوي، د افغان ښځو د سخت اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د وزګاره ښځو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي.

د دې موسسې رییس فریدالدین نوري وايي، که څه هم د افغان ښځو د وضعیت کره ارزونې او د وزګاره مېرمنو شمېرې نه لري، خو ۸۰ سلنه ښځې چې په دغه بنسټ کې یې کار کاوه، اوس وزګاره شوې دي.

«د ۵۰۰ ښځینه‌وو له ډلې چې د دې موسسې کارکوونکې وې، شمېر یې ۱۱۰ ته را ټیټ شوی دی. که تاسې یې سلنې ته پام وکړئ، شاوخوا دوه کاله کېږي چې هره ورځ یوشمېر ښځې وزګاره کېږي.»

بله‌خوا د اقتصادي چارو شنونکي د افغان ښځو وزګارتیا د هېواد د اقتصاد لپاره یو ستر خبرداری بولي. د اقتصادي چارو شنونکو جبار ساپي او محمدشبیر بشیري په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي:

«ښځې په ملکي، نظامي، موسسو، سوداګرۍ، لاسي صنایعو او نورو بېلابېلو برخو کې کار کاوه او د خپلو کورنیو په اقتصاد کې مثبت رول درلود. د نوي حکومت په راتلو سره چې موسسو هم کار پريښی، په نظامي او ملکي برخو کې یې هم دندې له لاسه ورکړي. دا پر سوداګرۍ او تولید منفي اغېز پرېباسي.»

«په ټوله کې په لویه کچه مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړي. دا ستونزه په کورنیو کې د بې‌وزلۍ لامل شوه. دوی چې افغانستان کې دنده له لاسه ورکړه، د بې‌وزلۍ غېږې ته ولوېدل او همداسې هېواد کې د سوالګرو شمېر زیات شو. د بې‌وزلۍ کچه لوړه او د وزګارتیا شمېرې زیاتې شوې.»

دا مېرمنې داسې مهال له خپل اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي چې سرپرست حکومت تر اوسه کار ته د ښځو د بېرته ور ګرځېدو لپاره هېڅ پلان نه‌‌دی اعلان کړی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي چې د وزګاره شویو ښځو کره شمېرې نه لري او د هغوی پر کار لګېدلی بندیز به تر بل امر پورې دوام ولري. نوموړی زیاتوي: «په دې برخه کې تر اوسه هغه مخکینی مکتوب چې د اقتصاد وزارت له لوري صادر شوی، د پلي کېدو او اجرا وړ دی. زه تر اوسه په دې اړه کره شمېرې نه لرم.»

د یادونې ده چې د پخواني اسلامي جمهوریت له ړنګېدو او د ا.ا له واک ته رسېدو وروسته د ښځو چارو وزارت لغوه شو او د ښځو حقونو د ملاتړو بنسټونو فعالیتونه هم وځنډېدل.

یوازې پر دې هم بسنه ونه شوه او د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د نجونو پر زده‌کړو هم بندیز ولګېد او ورپسې په ټولو کورنیو او بهرنیو نادولتي موسسو کې یې هم دندې وځنډول شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام