Asset 1SWN

شنونکي: پر افغان ښځو د محدودیتونو دوام د افغانستان اقتصادي ناورین پراخ کړی

ححححححححححححححححححح

سږ کال د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ داسې مهال راورسېده چې افغان ښځې د زده‌کړو او کار په ګډون، خپلو بنسټیزو حقونو ته چې نړیواله ټولنه یې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندو لپاره مهم شرطونه بولي، لاسرسی نه‌لري.

اسلامي امارت په تېر یونیم کال کې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته له پام کولو پرته د ښځو پر وړاندې محدودیتونو ته دوام ورکړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ډېری نړیوالو سازمانونو او هېوادونو پر افغان ښځو د لګېدلیو بندیزونو له کبله د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د سرپرست حکومت سیاست به له اسلامي امارت سره د نړیوالو د تعامل پر څرنګوالي اغېز وکړي.

له هغه وروسته‎ چې اسلامي امارت نجونې له پوهنتونونو راوګرځولې، د امریکا په ګډون د ۱۲ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه خبرپاڼه خپره او دا پرېکړه یې وغندله. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی و چې دا ډول تګلارې به اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې لرې کړي.

د نړیوالو چارو شنونکی محمد محقق هم وايي چې له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې تعامل د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو له خوندیتوب سره تړلی او که ورته پام ونه شي، د افغانستان د سیاسي انزوا لامل به وګرځي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو بل شنونکی حمید محمودي وايي، له زده‌کړو او کار څخه د افغان نجونو محرومېدل نړیوالې ټولنې ته د افغانستان یو ناوړه تصویر وړاندې کوي او د نړۍ د یوه ښه هېواد په توګه نه‌شي ثابتېدلی.

هغه ټینګار کوي، که پر افغان نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه دوام وکړي، اسلامي امارت به په کور دننه خپل ثبات له ګواښ سره مخامخ کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې څه موده مخکې ویلي و چې له کار څخه د افغان ښځو را ګرځېدو د افغانستان ماتېدونکي اقتصاد ته یو میلیارډ ډالره زیان رسولی دی.

د اقتصادي چارو شنونکی لعل ځاځی بیا وايي چې د ښځو پر کار د محدودیتونو لګېدو د کورنیو د ګټې کچه کمه کړې او هېواد کې یې اقتصادي ناورین نور هم ژور کړی دی. د نوموړي په وینا، د ښځو پر کار د بندیز دوام په اوږدمهال کې د افغانانو د اقتصاد لپاره ګواښوونکی دی.

یوشمېر ټولنپوهان بیا باور لري چې پر ښځو د محدودیتونو لګول او له ټولنې څخه د هغوی لرې ساتل به د اوږدمهال لپاره په ټولنه کې د سواد کچه ټيټه او جنسیتي نابرابرۍ او نرواکي به پیاوړې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ټولنیزو چارو کارپوه ضیا نیکزاد زیاتوي: «کله چې ماشومان په کورنۍ کې ویني چې نارینه کار کوي او ښځې یې لګوي، نارینه د زده‌کړو او کار حق لري او ښځې باید په کور کې وي؛ دا موضوع په لاشعوري توګه د راتلونکي نسل پر ذهن کې پاتې کېږي او په همدې فکر لویېږي. نو موږ به د یوې افراطي ټولنې شاهدان یوو چې د ښځو کار او زده‌کړې به په‌کې ننګ وي.»

دا داسې مهال ده چې اسلامي امارت په تېر شاوخوا یونیم کال کې د بېلابېلو فرمانونو په صادرولو سره ښځې خپلو بنسټیزو حقونو ته له لاسرسی محرومې کړي او دغه محرومیت د افغانستان د سیاسي انزوا او اقتصادي ناورین له پراختیا سره مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام