بامیان کې مدني فعالان: د نجونو ښوونځیو نه‌پرانستل به «نه جبرانېدونکې» پایلې ولري

د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د لومړي ځل لپاره پرون د غبرګولي په ۲۶مه د بامیانو او دایکندي ولایتونو د مدني ټولنې شاوخوا ۱۲۰ فعالانو د «مرکزي زون د مدني ټولنو مشورتي ناستې» تر عنوان لاندې غونډه وکړه. دغه ناسته د «افغانستان د خلکو غږ» بنسټ له لوري د یوې ورځې لپاره د بامیانو ښار کې جوړه شوې وه.