د بامیان ځایي سرچینې چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وویل، د اسلامي امارت استخباراتيځواکونو له شنبې ورځې راهیسې ۱۱ ښځې، له اسلامي امارت څخه د ملاتړ د یوې غونډې د ګډوډولو په تور نیولياو پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړي دي. د دغو سرچینو په وینا د نیول شویو ښځو د برخلیک په اړه هېڅ مالوماتنشته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سرچینې زیاتوي چې تېره جمعه د بامیان ولایت په لوبغالي کې د اسلامي امارت په ملاتړ د ښځو یوې غونډې په پای کې یو شمېر نجونو لهشپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې غونډه ګډه وډه کړه او دموږ له داسې نظامه چې د نجونو پرزده‌کړو بندیز لګوي، ملاتړ نه کووشعارونو په ورکولو یې د غونډې بنرونه څیرې کړل.

خو د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سیف‌الرحمن محمدي سلام‌وطندار ته وویل، هغه مېرمنې چې تېره جمعه یې د اسلامي امارت دملاتړ د پروګرام په پای کې بنرونه غورځولي او څیرې کړي وو، د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نه دي نیول شوي، بلکې د استخباراتولخوا دافهام او تفهیماو دې لپاره چې ولې یې بنرونه شکولي وو غوښتل شوې وې چې بېرته ازادې شوې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د باميان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د نیول شویو نجونو په اړه مالومات ورنکړل.

دغه سرچینې زیاتوي چې په بامیانو کې د پخواني حکومت د ملي امنیت دوه کارکوونکي هم د اسلامي امارت د استخباراتو له خوا نیولشوي او ربړول شوي دي، خو د دغه ولایت سيمه‌ييزو چارواکو د يادو دوو کارکوونکو د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام