Asset 1SWN

بامیان؛ یو څارنوال د ۳۰ زره افغانیو بډو اخیستو په تور ونیول شو

Bamyan-4-249x165

د بامیان د امنیې قومانداني مسوولان په دغه ولایت کې د بډو اخیستو په تور د یوه څارنوال د نیولو خبر ورکوي.

د بامیان امنیه قوماندان زبردست ساپي سلام‌وطندار ته ویلي چې پرون یې د دغه ولایت د یکاولنګ۱ ولسوالي یو څارنوال د ۳۰ زره افغانیو بډو اخیستو پر مهال نیولی دی. ساپی د نیول شوي کس په اړه نور جزیات نه ورکوي.

خو دوو نورو سرچینو چې نه یې غوښتل نومونه یې یاد شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې جنايي پولیسو د یکاولنګ۱ ولسوالي د څارنوالي آمر حمیدالله امیني د ۳۰ زره افغانیو بډو اخیستو پر مهال نیولی دی.

سرچینې زیاتوي چې امیني تر دې وړاندې د بامیان د کهمرد ولسوالي د څارنوالي آمر و، خو د یادې ولسوالي اوسېدونکي یې له کاره خوښ نه وو او په خدمتي ډول یکاولنګ۱ ولسوالي ته تبدیل شوی و.

د دغو سرچینو له ډلې یوه یې وايي: «شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د کهمرد ولسوالي د څېړنې څارنوال احمدضیا وفايي هم په کابل کې د ۲۰۰ زره افغانیو پر مهال ونیول شو او اوس د څرخي پله په بندخونه کې دی.»

ومو غوښتل چې په دې اړه د بامیان ولایت د استیناف څارنوالي ریاست د مسوولانو نظر هم واخلو، خو هغوی وايي چې لویې څارنوالي ورته لارښوونه کړې چې له رسنیو سره خبرې و نه کړي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام