سرچینې: بامیان کې ۱۱ ښځې د ا.ا ځواکونو له خوا نیول شوي
د بامیان ځایي سرچینې چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي سلاموطندار ته وویل، د اسلامي امارت استخباراتيځواکونو له شنبې ورځې راهیسې ۱۱ ښځې، له اسلامي امارت څخه د ملاتړ د یوې غونډې د ګډوډولو په تور نیولياو پوښتنې ګروېږنې یې ترې کړي دي. د دغو سرچینو په وینا د نیول شویو ښځو د برخلیک په اړه هېڅ مالوماتنشته.