د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مسوولان د نجونو ښوونځیو د پیلېدو طرحې د بشپړېدو خبر ورکړ او وایي چې ټاکل شوې دا طرحه سبا کابینې ته وړاندې شي.

د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحممد ریان سلام وطندار ته وویل چې د نجونو د ښونځیو د پیلېدو طرحه به سبا د تصویب په موخه کابینې ته واستول شي او د تصویب په صورت کې له شپږم ټولګي پورته نجوني هم ښوونځیو ته تللی شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وایي چې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو جلا کول، د زده‌کوونکو له خوا  اسلامي حجاب مراعتول او د ښځینه ښوونکو له خوا نجونو ته تدریس هغه موارد دي چې په دې طرحه کې شامل شوي دي.

که څه هم د پوهنې وزارت د وري په لومړۍ نېټه د نجونو د ښونځیو پر پرانیستل  کېدو ټینګار کوي خو نجونې لا هم د اسلامي امارت د کابینې پرېکړې ته اندېښمن دي.

هغوی وایي، له هغه راهیسې چې ښوونځي  ته له تګ څخه محرومې شوي دي بې‌برخلیک پاتې دي او خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي. دغه نجونې له اسلامي امارت څخه غواړي چې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره دې دوی ته هم د هلکانو په شان ښوونځو ته د تګ اجازه ورکړل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتلو سره له شپږم ټولګي پورته ښځینه شاګردان ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري. که څه هم نړیوالو بنسټونو د اسلامي امارت د دې اقدام په وړاندې د طرحې پر جوړولو ټینګار شوی خو تراوسه هم دا طرحه نه ده تصویب شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام