Asset 1SWN

له بلغاریا څخه د ۱۸ افغانانو جسدونه هېواد ته راولېږدول شول

۱

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له بلغاریا څخه یې د هغو ۱۸ افغانانو جسدونه هېواد ته راانتقال کړي چې اروپا ته د تلو په تکل د یاد هېواد پلازمېنې صوفیا کې په یوه کانټینر کې مړه موندل شوي وو.

دغو کسانو د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه په یوه کانټینر کې د اکسیجن د کمښت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن چهارشنبه د غبرګولي درېیمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه جسدونه یې بلغاریا کې د افغان سفارت په هلو ځلو او د اریانا افغان هوايي شرکت له لارې هېواد ته رالېږدولي دي.

ضیااحمد تکل همداراز لیکلي چې دغه جسدونه یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

نوموړي لیکلي: «د نوموړو شهیدانو د انتقال بهیر د بلغاریا د محکمې د فیصلې د تأخیر او د جسدونو انتقالوونکو شرکتونو ته د پیسو د لېږد برخه کې د ظالمانه بانکي بندیزونو له امله له ځنډ سره مخامخ شو چې بلاخره د بهرنیو چارو وزارت او بلغاریا کې مېشت افغان سفارت په هڅو او دولتي مصارفو نوموړي شهیدان را انتقال او کورنیو ته تسلیم شول.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر ټولو افغانانو غږ کړی چې پر قاچاقي لارو بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه اروپا ته د تلو لپاره خپل ژوند په خطر وانه‌چوي او هېواد کې دې پاتې شي، خو لا هم ګڼ‌شمېر ځوانان هېواد کې د بې‌وزلۍ، نامعلوم برخلیک او نورو لاملونو له کبله له ګواښ څخه په ډکو لارو اروپا ته د تلو لپاره زړه ښه کوي چې بختور به یې خپل منزل ته ژوندي رسېږي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام