Asset 1SWN

کابل کې زرګران: له یوې میاشتې راهیسې مو کاروبار ښه شوی

۳۳۳۳۳۳۳۳۳۳

کابل ښار کې یوشمېر زرګران وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې کاروبار خوړېدلی او د پلور کچه یې شاوخوا ۴۰سلنه زیاته شوې ده.

د کابل ښار «ده‌افغانانو» سیمه کې د سرو زرو پلورونکي عبدالفتاح سلام‌وطندار ته وویل، د وروستیو ورځو پر مهال یې پېرودونکي زیات شوي او د ورځې نږدې ۸۰۰ ګرامه سره‌زر پلوري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «زموږ د زرو سرو کاروبار د تېرو میاشتو په پرتله ښه شوی، ځکه وادونه او کوژدې شروع شوي، ځکه یوه میاشت وړاندې روژه وه او پېر او پلور کم و.»

په ورته مهال یو بل زرګر ویس‌احمد بیا وايي چې د پلور کچې لوړېدو له کبله یې ډېر سره زر وارد کړي دي.

هغه وویل: «اوس پلور لږ ډېر دی او هر څوک یې د توان په اندازه اخلي، خو داسې پېرودونکي هم لرو چې خپل سره زر پلوري، خو هغه کسان چې سره زر اخلي، د روژې میاشتې په پرتله یې شمېر زیات شوی دی.»

بل‌خوا د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي، زرګریو کې د سرو زرو بیه توپیر لري. دوی زیاتوي که څه هم کابل کې د سرو زرو بیه لوړه ده، خو په وینا یې، ښکلې ډیزاینونه لري.

د کابل نوي‌ښار اوسېدونکې فرحت سلام‌وطندار ته وویل: «د یوه خپل واده مو دی او موږ د سرو زرو پېرلو لپاره راغلي یو، دې مارکېټ کې د نورو ځایونو په پرتله سره زر قیمته دي، خو بیا هم ښه دي، ښکلي ډیزاینونه لري، ما ۲۱ګرامه عیار سره زر په ۶۰۰۰ افغانۍ واخیستله.»

کابل ښار کې زرګران داسې مهال د خپل کاروبار ښه کېدو څخه خوښي ښيي چې د راپورونږ پر بنسټ، تېرو نږدې دوو کلونو راهیسې، د وزګارتیا او اقتصادي ستونزو زیاتېدو له امله ډېری خلک د سرو زرو پېرلو توان نه‌لري او ځینې هم اړ شوي چې د ژوند د دوام لپاره خپل سره‌زر وپلوري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دامهال د کابل بازارونو کې ۱۸عیار یو ګرام سره‌زر ۴۷۵۰ افغانۍ او ۲۱عیار یو ګرام سره‌زر په ۵۷۰۰ افغانۍ پلورل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام