Asset 1SWN

کابل کې د ګلانو او نیالګیو پلورونکي: د تېر کال په پرتله مو کاروبار ښه شوی

6c7170de-3687-4eef-90a3-1b6265b8d51f

کابل کې د ګلانو او نیالګیو یو‌شمېر پلورونکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د پېر کچه لوړه شوې ده.

ولي‌محمد چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د کابل په یوه څنډه کې ګلان پلوري، وايي چې روان کال یې د ګلانو او نیالګیو برخه کې ۳۰۰زره  افغانۍ پانګونه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «بېلابېل ډول ګلان او نیالګي لرو او دا د خلکو خوښه ده چې مېوه لرونکي او  که غیرمېوه لرونکي نیالګي اخلي. وارداتي ګلان هم لرو، خو ځینې زموږ دي، د پلور لپاره یې راوړو. له خپل کار راضي یم.»

د کابل ښار اړوند پروان دو کې د ګلانو او نیالګیو پلورونکی محمدهارون وايي چې د ورځې نږدې ۳۰ پېردونکي لري. د نوموړې په وینا، د تېر کال په پرتله یې کاروبار ښه شوی او د جمعې او پنج‌شنبې پر ورځو یې پېردونکي زیات وي.

هغه وویل: «عادي ورځو کې هم پېردونکي لرو، خو د جمعې او پنج‌شنبې د ورځو په څېر نه وي. خلک د تفریحې لپاره د ګلانو لېدو ته راځي او له خلکو او حکومت غواړو چې زرغونتیا ته دې پام وکړي او زموږ لاس دې ونیسي.»

په ورته مهال یو‌شمېر هغه کسان چې د ګلانو او نیالګیو د اخیستلو لپاره دګلانو پلورنځیو ته راغلي، له خلکو غواړي چې د یوه نیالګي او ګل په کېنولو سره د پلازمېنې په زرغونتیا او چاپېریال ښه کولو کې ونډه واخلي.

د کابل یوه اوسېدونکي شجاع‌الدین وویل: «له کندوزه د ګلانو پلور ته راغلی یم. د سړي روح تازه کوي. له نورو هم غواړم چې ګلان وپېري هم د ښکلا او هم د چاپېریال لپاره.»

بل‌خوا د چاېریال ساتنې د کارپوهانو په وینا، د ګلانو او نیالګیو کېنول د تنفسي ناروغیو او سېلابونو د مخنیوي او همداراز د ځمکې لاندې اوبو زېرمه کولو کې اغېزه لري.

د چاپېریال ساتنې کارپوه عبدالباسط رحماني وویل: «د نیالګیو کېنول د چاپېریال ساتنې باارزښتنه موضوع ده چې ډېری هېوادونو کې د خلکو له‌خوا دغه چاره پرمخ وړل کېږي. کله چې یو ماشوم ښوونځي ته ځي، دغه فرهنګ ورزده‌کوي، د همدې لپاره باید پر دې موضوع تمرکز او پانګونه وکړو، ځکه سالم چاپېریال سالم ژوند رامنځته کوي او سالم خلک کولای چې ښه اقتصاد او ښه سیاست رامنځته کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل ښاروالي هر کال د پلازمېنې بېلابېلو سیمو کې د سلګونه زره مېوه لرونکو او غیرمېوه لرونکو نیالګیو د کېنولو کمپاین په لاره اچوي چې تېر کال یې هم ۲۵۰زره نیالګي کېنولي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام