نن د جون پنځلسمه د ګل له نړیوالې ورځې سره برابره ده. یو‌شمېر ارواپوهان وايي چې د ګلانو ساتل او ننداره، پر روح مثبته اغېز کوي او انسان ته د ارامۍ احساس ورکوي.
ارواپوه عبدالله حسیني سلام‌وطندار ته ویلي چې د ګلانو ساتنه د خوښۍ چاپېریال رامنځته کوي او د انسانانو ټول غمونه او خپګان له منځه وړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ارواپوه عبدالله حسیني سلام‌وطندار ته ویلي چې د ګلانو ساتنه د خوښۍ چاپېریال رامنځته کوي او د انسانانو ټول غمونه او خپګان له منځه وړي.

په ورته مهال یو بل ارواپوه عصمت هاشمي هم په دې باور دی چې د انسانانو او ګلانو د روحي حالت ترمنځ نږدې اړیکې شتون لري.

د نوموړي په وینا: «د انسان اصلیت مثبت فکر کول دي. کله چې د ګلانو په اړه غږېږو، فکر مې مثبت کېږي. انسانان خپله له طبیعت او ګلانو سره ژوره اړیکه لري.»

په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکي داوود شاه‌ مل د انسان او ګلانو د ژورو اړیکو په اړه وايي، کله چې یو انسان خپه وي، یو‌شمېر ګلان هم د انسان د خپګان پر وړاندې عکس‌العمل ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمېر ګل پلورونکي د ګلانو د پېر او پلور بازار څخه شکایت کوي او وايي چې د نوي حکومت په راتلو سره د ګلانو کاروبار کمه رنګه شوی دی.

د ګل پلورونکو په وینا، د خراب اقتصاد له امله خلک د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو برابرولو په فکر کې دي او د ګلانو د پېرلو توان نه لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم افغانستان کې د ګل نړیوالې ورځې نمانځنه دود نه ده، خو د نړۍ په یو‌شمېر هېوادونو کې د ګلانو د نندارتونونو په جوړولو سره دغه ورځ نمانځي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام