Asset 1SWN

انټونیو ګوټرېش: نړۍ د ملکیانو په ساتنه کې پاتې راغلې

Antonio-gotresh-pu7lv54f1zx98aueleviwkpz38e4y15j4yix6wlhfs

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د سه‌شنبې په ورځ یوه ویناپاڼه کې ویلي چې نړۍ د جګړو پر مهال د ملکي وګړو په ساتنه کې پاتې راغلې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال پر مهال په ټوله نړۍ کې د ۱۲ جګړو په پایله کې شاوخوا ۱۷ زره ملکي وګړي وژل شوي او میلیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

که څه هم له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې مخامخ جګړې کمې شوي، خو له څو لسیزو راهیسې لا هم د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې وګړي یې د جګړې قربانیان دي.

د امنیتي چارو کارپوهان نه یوازې ملګري ملتونه د جګړې په مخنیوي کې پر ناکارۍ تورنوي، بلکې په نړۍ کې د تاوتریخوالي زیاتېدو لامل يې هم ګڼي. د امنیتي چارو کارپوهان عبدالواحد طاقت او یوسف امین ځاځی وايي:

«دا ټول جنایتونه چې په نړۍ، افغانستان او سیمه کې شوي او کېږي، نږدې ۶۰ سلنه په‌کې ملګري ملتونه ښکېل او ګناه‌ګار دي.» «همدا نړۍ او همدا هېوادونه چې د ملګرو ملتونو د سازمان غړي دي، خپلې وسلې پلوري او ترهګري پیاوړې کوي، خو ملګري ملتونه پرې چوپ دي.»

بله‌خوا د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي، که ملګري ملتونه په اوسنۍ کړنلارې سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي، نړیوال امنیت به له ګواښ سره مخامخ شي. هغه زیاتوي:

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

«له کله نه چې ملګري ملتونه شته، جګړې هم شته او زبرځواکونو د درېیمې نړۍ پر هېوادونو بریدونه کړي او ډېره مرګ‌ژوبله یې اړولې، خو ملګرو ملتونو خپل غږ نه‌دی اوچت کړی. اوس هم په ورته خبرپاڼو یوازې له مسوولیت نه ځان خلاصوي او په عمل کې کوم سټراټېژي نه لري.»

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په نړۍ کې روانو جګړو او ناامنیو د مرګ‌ژوبلې تر څنګ، ۱۱۷ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام