Asset 1SWN

لوګر کې سېلابونو کروندګرو ته ۵۳ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

FB_IMG_1685439167082

 د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د تېرې اوونۍ سېلابونو له امله په مرکز پل‌علم کې ۶۰۰ جریبه کرنیز فصلونه له‌منځه تللي او کروندګرو ته ۵۳ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز سلام‌وطندار ته ویلي چې تېره اوونۍ د مرکز پل‌علم ښار اړوند په بابوس، جمعه کلا، شادي خوګ او کلنګار سیمو کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او کروندګرو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همراز زیاته کړه چې د لوګر د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سروې بشپړه کړې چې د یادې سروې له مخې پل‌علم کې د وروستیو سېلابونو له امله ۵۰ هستوګنیز کورونه نړېدلي او ۶۰۰ جریبه کرنیز فصلونه له‌منځه تللي دي.

نوموړی همدارنګه زیاتوي چې په یادو سیمو کې کروندګر او بڼوالو ته شاوخوا ۵۳ میلیونه افغاني زیان اوښتی دی. د هغه په وینا،  دغه ولایت کې له کورنیو او نړیوالو موسسو سره همغږي شوې او ډېر ژر به په سېلاب ځپلیو کورنیو مرستې ووېشل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې پرون شنبه د غبرګولي شلمه هم د ملګرو ملتونو یوشمېر ادارو د لوګر ۵۰ سېلاب ځپلیو کورنیو سره د نغدو پیسو او خوراکي توکو مرسته کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام