Asset 1SWN

امرالله صالح: د یما سیاوش د قتل په تړاو ۱۱ کسان نيول شوي

yama-seyawash-p5cttlk6x50maslgueahhia22das20dp12ttyjjp90

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن چهارشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، په پخواني خبریال یما سیاوش د برید په تړاو کابل کې یوه ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې ده.

صالح لیکلي، د کابل پولیسو د دغې ډلې د ماینونو یوه زېرمه هم کشف کړې او نیول شوي کسان د طالبانو غړي دي چې مخامخ د یما سیاوش په وژلو کې ښکېل دي.

د نوموړي په وینا، دغې ۱۱ کسیزې ډلې کابل ښار کې زیات بریدونه پلان او ترسره کړي.

امرالله صالح د رسنیو، بشري حقونو سازمانونو، مدني ټولنې او د خبریالانو د دفاع بنسټونو له استازو غوښتي چې نیول شوو کسانو سره مخامخ مرکې وکړي او خلک د طالبانو له پلانونو خبر کړي.

طالبانو تر دې وړاندې هدفي وژنو په ځانګړي ډول پر خبریالانو بریدونو کې لاس لرل رد کړي.

د ټلویزیوني خپرونو پر پخواني وړاندې کوونکي یما سیاوش د ۲۰۲۰ کال د نومبر په اوومه کابل ښار کې دفتر ته د تللو پر مهال له خپل یو همکار او موټرچلوونکي سره ماین چاودنه کې ووژل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام