د افغانستان بانک د کارکوونکيو پر موټر د چاودنې څرنګوالي په اړه د دغه بانک او د امنیتي بنسټونو د کم‌کارۍ په تړاو له اعتراضونو وروسته، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، ياده قضيه کې یې یو لړ نښې‌نښانې ترلاسه کړي دي.

که څه هم امرالله صالح د دغو نښو نښانو په اړه چې کوم موارد په کې شاملېږي، جزییات نه دي ورکړي خو ویلي يې دي، دغه دوسیه کې د پرمختګ په اړه به معلومات خلکو سره شریک کړي.

پوځي او استخباراتي شنونکي هم وايي، د ترور او چاودنې دوسیو پېښې معمولأ ډېر وخت نیسي، ترڅو پټ اړخونه یې څرګند شي.

پوځي شنونکی او د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستيال میرزا محمد یارمند وايي، د افغانستان بانک د کارکوونکيو پر موټر د چاودنې دوسیه پېچلې ده او له همدې کبله یې څېړل هم ډېر وخت ته اړتیا لري.

دې سره د یما سیاووش پلار محمد داوود سیاووش پر ټوېټر لیکلي، «د افغانستان بانک ښامارانو یما سیاووش تر ستوني تېر کړ».

د نوموړي په وینا، کوم ضرب‌العجل چې یې د زوی د قاتل پېژندلو او معرفي کولو لپاره ټاکلی وو، اوس یې یوازې ۱۵ ورځې پاتې دي.

د یما سیاووش کورنۍ د هغه له مرګ وروسته یوه لیک کې ټینګار کړی، که چېرې دغې دوسیې ته لاسرسی ونه شي، دغه دوسیه د لا زیاتې څېړنې لپاره نړیوالې محکمې ته لېږي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام