امرالله صالح: د یما سیاوش د قتل په تړاو ۱۱ کسان نيول شوي

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن چهارشنبه پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، په پخواني خبریال یما سیاوش د برید په تړاو کابل کې یوه ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې ده.

صالح لیکلي، د کابل پولیسو د دغې ډلې د ماینونو یوه زېرمه هم کشف کړې او نیول شوي کسان د طالبانو غړي دي چې مخامخ د یما سیاوش په وژلو کې ښکېل دي.

ارګ پر يما سیاوش بريد «ترهګریز» وباله

ارګ د هېواد پر ځوان خبريال یما سیاوش برید ترهګريز وباله او هغه يې وغانده. د ولسمشر وياند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې یما سياوش په تازه‌ګۍ سره دولت کې کار پيل کړی و.

سپېدار هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره د ځوانانو وژل « نه بښونکی جنايت» بللی دی. د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله له کشفي او استخباراتي بنسټونو غوښتي چې د يادې پېښې عاملان پيدا کړي.