د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د ترویکا ناستې د جوړېدو په اړه پر همغږۍ بوخت دي او یاده ناسته به د فبرورۍ میاشتې تر پایه کابل کې جوړه شي.

تاس خبري اژانس نن د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي له خولې ویلي چې ترویکا ناسته کې ګډون کوونکي هېوادونه «روسیه، امریکا، چین او پاکستان» کابل کې د دغې ناستې د راتلونکي پړاو د پیل نېټې پر همغږۍ لګیا دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، «مونږ د ترویکا ناستې د راتلونکي پړاو د پیل لپاره له خپلو شریکانو سره پر همغږۍ لګیا یو چې د فبرورۍ میاشتې تر وروستیو به کابل کې جوړه شي.»
دغه روسي ډيپلوماټ ټينګار کړی چې یاده ناسته به د سولې بین‌الافغاني خبرو د بهیر بشپړولو او همداراز افغانستان کې له جګړې وروسته په بیارغونه کې د نړیوالې ‎ټولنې پر ګډون متمرکزه وي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ویلي و  چې د ترویکا ناسته به د جنورۍ په وروستیو کې مسکو کې جوړه شي. چین هم جنورۍ کې په خپل کوربه‌توب د ترویکا د جوړېدو خبر ورکړی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترویکا تېره ناسته د لړم میاشتې په ۲۰نېټه د پاکستان په کوربه‌توب اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام