Asset 1SWN

عراق کې د واده مراسمو پرمهال د اورلګېدنې له امله ۱۱۳ کسان مړه شوي

TELEMMGLPICT000350947605_16957748889170_trans_NvBQzQNjv4BqgsaO8O78rhmZrDxTlQBjdLdu0TL-Cg_AMOUqySXmFgU

عراق کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال کې د یوه واده مراسمو پر مهال د اورلګېدنې له امله ۱۱۳ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۵۰ کسان ټپیان دي.

د نینوی ښار مرستیال والي حسن العلق رویټرز خبري اژانس ته ویلي، تراوسه د ۱۱۳ کسانو مړینه تایید شوې او په وینا یې، اور بېګاه شپه ۱۰:۴۵ بجې لګېدلی و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې ناوې او زوم هم په قربانیانو کې شامل دي. چارواکو همداراز خبرداری ورکړی چې ښايي د مړینې شمېرې له دې هم لوړې شي.

پېښه د نینوی ښار حمدانیه سیمه کې شوې چې د شمالي ښار موصل څخه بهر پروت دی او له پلازمینې بغداد څخه ۴۰۰ کیلومټره لرې دی.

تراوسه په یادو مراسمو کې د اورلګېدنې اصلي لامل نه‌دی روښانه شوی، خو لومړني راپورونه ښيي چې اورلګېدنه د اورلوبو وسایلو له کبله رامنځته شوې ده.

عراق کې د ودونو پر مهال اورلوبه عادي خبره او ویل کېږي چې دې مراسمو کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ګډون کړی وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د عراق لومړي وزیر محمدشیعه السوداني د یادې پېښې د پلټنې امر کړی او د دغه هېواد کورنیو او روغتیا وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې د پېښې ځای ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام