Asset 1SWN

سوېلي افریقا کې اورلګېدنه؛ ۶۳ کسان مړه او ۴۳ ټپیان شوي

Firefighters work at the scene of a deadly blaze in the early hours of the morning, in Johannesburg, South Africa August 31, 2023. REUTERS/Shiraaz Mohamed

د سوېلي افریقا په ستر ښار جوهانسبرګ کې د اورلګېدنې له امله ۶۳ کسان مړه شوي او ۴۳ نور ټپیان دي.

پېښه نن پنج‌شنبه د اګسټ ۳۱مه د جوهانسبرګ په یوه سوداګریزه سیمه کې رامنځته شوې او د لټون عملیات لا هم روان دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د جوهانسبرګ د بېړنیو خدمتونو ادارې همداراز ویلي، ښايي په پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر له دې هم زیات شي.

د جوهانسبرګ د بړنیو خدمتونو ادارې ویاند رابرټ مولاډزي رسنیو ته ویلي: «خلک له ودانۍ څخه اېستل شوي او د لټون عملیات روان دي. د دې شونتیا شته چې د مړو شمېر زیات شي او معلومه نه ده چې اورلګېدنه د څه له امله رامنځته شوې.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اورلګېدنه په یوه پنځه پوړییزه ودانۍ کې رامنځته شوې او لامل یې تراوسه معلوم نه دی.

په یاده ودانۍ کې اور مړ شوی، خو له ودانۍ لاهم لوګی پورته کېږي. له سیمې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ودانۍ ته نږدې ژغورونکې ډلې، امبولانسونه او د ویجاړې شوې ودانۍ سوځېدلې توکي لیدل کېږي.

د راپورونو له مخې، دا په یاده سیمه کې څلورمه زړه ودانۍ وه چې د یوې میاشتې په اوږدو کې اور اخلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې او په روان کال کې هم د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اورلګېدنې پېښې رامنځته شوي چې ځینو یې مرګ‌ژوبله هم اړولې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام