Asset 1SWN

«افغانۍ» په نړۍ کې درېیم باثباته پولي واحد وپېژندل شو

Afghani-pg5ci1up76kcp3ps7x4bjffkgaaybvnvao6zdy0lmw

یوې امریکايي رسنۍ بلومبرګ تازه په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې «افغانۍ» له کولمبیا او سریلانکا وروسته د درېیم باثباته پولي واحد ځای خپل کړی دی. په دغه راپور کې لیکل شوي چې له افغانستان میلیارډونه ډالره بشري مرستې او له اسیايي ګاونډیانو سره د دغه هېواد د سوداګرۍ پراختیا لامل شوې چې «افغانۍ» په دغو درېوو میاشتو کې د نړیوالې درجه‌بندۍ سر ته راولي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه راپور په یوه برخه کې «اسلامي امارت په دغو درېوو میاشتو کې د نړۍ تر ټولو ښه کرنسي کنټرولوي» عنوان راغلی او ترې لاندې لیکل شوي: «د بلومبرګ له لوري راټولې شوې شمېرې ښيي چې د کرنسي کنټرول، د نغدو پیسو راکړې‌ورکړې او په افغانۍ د نورو حوالو په دغو درېوو میاشتو کې له افغانۍ سره مرسته کړې چې شاوخوا نهه سلنه پرمختګ وکړي او په روان کال کې یې شاوخوا ۱۴ سلنه پرمختګ کړی دی. د کولمبیا او سریلانکا له پیسو وروسته په نړیوال نوملړ کې درېیم ځای خپل کړی دی.»

په همدې حال کې د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وايي، دغه بانک په خپل ښه مدیریت او د معقولو پولي سیاستونو په پلي کېدو سره توانېدلی چې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي.

هغه زیاتوي: «اوس افغانۍ باثباته پولي واحد منل شوی دی. د تېرو کلونو په پرتله په افغانۍ سوداګریزه راکړه‌ورکړه زیاته شوې، له هېواده د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د افغانۍ دودول او د صادراتو زیاتوالی د افغانۍ د ارزښت ساتلو مهم لاملونه دي.»

یوشمېر اقتصادي شنونکي که څه هم دا لاسته‌راوړنه ستايي، خو وايي چې د افغانۍ ثبات په تېر یوه کال کې د افغانانو پر اقتصادي وضعیت چندان اغېز نه‌دی کړی.

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي: «دغه ثبات پر روان اقتصادي وضعی اغېز نه‌دی کړی. یوازې پر شتمنو یې چې په پیسو سوداګري کوي، اغېز کړی. دغه راز یې د کارموندنې لپاره د اقتصادي پروګرامونو پر مخ وړلو، د سوداګرۍ کچې لوړېدو او د افغانستان وضعیت ښه کېدو کې یې رول نه‌دی لرلی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بله‌خوا د اقتصادي چارو یو بل شنونکی شبیر بشیري وايي: «اړتیا ده چې په دوامداره توګه د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره یوازې د افغانستان بانک په کاري چوکاټ کې بسنه ونه شي. اړتیا ده چې په افغانستان کې په افغانۍ سټراټېژیکه اقتصادي پشتوانه چې د دولتي سکټورونو ګډ کار غواړي، جوړه کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د ډالرو په ګډون، د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام