Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د زده‌کوونکو نوښتونه نندارې ته وړاندې شول

لوګر

د میدان‌وردګ په مرکز میدان‌ښار کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو امریت له لوري د ځوانانو هڅونې په موخه د زده‌کوونکو له لوري جوړ شوي تخنیکي وسایل د یوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې شول. 

په دغه نندارتون کې چې د یاد ولایت بېلابېلو ولسوالیو څخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انستیتیوتونو او لېسو زده‌کوونکو له لوري چې د تخنیک او صنعت برخو کې یې ګڼ‌شمېر وسایل اختراع او جوړ کړي وو، نندارې ته وړاندې کړل.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په یادو جوړو شوو تخنيکي وسایلو کې د نابینایانو لپاره ځیرکې عینکې، امسا، او ځیرکه باطله‌داني، برقي جارو، سکواټور،M4 ټوپکونه، ریموټ کنټرول موټر، د چرګوړو د تولید ماشين، ټانګ، چورلکه او نور ګڼ‌شمېر وسایل شامل وو چې د یادو زده کړیالانو له لوری  په ډېرو کمو امکاناتو جوړ شوي دي.

نندارتون کې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو عمومي رییس غلام‌حیدر شهامت د میدان‌وردګ د ځوانانو لاسته‌راوړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې نږدې راتلونکې کې به تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ته  ځانګړی پوهنتون جوړ کړي چې یوازې د تخنیکي زده‌کړو زده‌کوونکي به په‌کې زده‌کړې کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز د میدان‌وردګ د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امر حکمت‌الله حکمت وویل، په  دې نندارتون کې ۳۰ زده‌کوونکو خپل اختراع شوي وسايل نندارې ته وړاندې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام