روزا اوتونبایوا: ټول لوري دې د اقلیمي بدلون برخه کې د افغانستان په ګټه کار وکړي

داسې مهال چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون د میلیونونو افغانانو پر ژوند منفي اغېزې کړي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د کاپ۲۸ په نوم د نړۍ اقلیمي بدلون په اته‌ویشتمه غونډه کې ویلي چې ټول لوري باید د اقلیمي بدلون برخه کې له سیاست لرې او په رغوونکې توګه د افغانانو په ګټه کار وکړي.

عبدالکبیر اوتونبایوا ته: ا.ا ټول شرایط پوره کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي

د ارګ پر ټویټرپاڼې لیکل شوي چې چې د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړۍ استازولۍ یا یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي. ارګ لیکلي چې روزا اوتونبایوا په دې لیدنه کې «د روژې مبارکې میاشتې» د مبارکي ترڅنګ، ویلي چې د ملګرو ملتونو بشري مرستې به دوام کوي.