وروسته له هغې چې د ښځو فعاله پروانه ابراهیم‌خېل له بنده خوشې شوه، داسې راپورونه خپاره شوي چې نیول شوې درې ښځینه فعالانې هم له بنده ازادې شوي، خو تراوسه په رسمي توګه دا راپورونه نه دي تایید شوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي یا یوناما د یادو ښځينه فعالانو له خوشې کېدو  هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د نیول شویو ښځو خوندیتوب او سلامتي لویه اندېښنه ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یوناما پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «ملګري ملتونه له ښو خبرونو هرکلی کوي. شاوخوا له څلور اوونیو راپدېخوا دغه فعالانې لادرکه وې او اوس کولای شي خپل کور ته لاړې شي. د دوی روغتیا او خوندیتوب تر ټولو لویه اندېښنه ده.»

یوناما زیاته کړې چې د افغانانو له حقونو څخه به خپل ملاتړ او هڅو ته دوام ورکوي.

د راپورونو پربنسټ، یادې ښځینه فعالانې تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم‌خېل، مرسل عیار او زهرا محمدي د تېرو اوونیو په ترڅ کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري په کابل کې نیول شوې وې.

که څه هم تراوسه د اسلامي امارت چارواکو د یادو نیول شویو ښځینه فعالانو خبر نه دی تایید کړی، خو د دغو فعالانو د کورنۍ غړو او یو‌شمېر نورو ښځینه اعتراض کوونکو له دې وړاندې ادعا کړې وه چې دوی د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په خپل کور او د کار په ځای کې نیول شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادو ښځینه فعالانو نیونې ګڼ‌شمېر نړیوال غبرګونونه له ځان سره درلودل. ملګري ملتونه، بښنې نړیوال سازمان، د بشر حقونو څار بنسټ او څه باندې ۲۰ نړیوالو بنسټونو د یادو فعالانې نیول، غندلي وو او له اسلامي امارت څخه یې غوښتنه کړې وه چې یادې فعالانې له کوم شرط پرته خوشې کړي.

.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام