د افغان ښځينه فعالانو د نیونې په اړه د پراخو نړیوالو غبرګونونو پر دوام، په تازهګۍ سره د بشري حقونو څار بنسټ ترڅنګ د بښنې نړیوال سازمان او نورو بنسټونو په یوې ګډه خبرپاڼه کې د افغان معترضو ښځو د هر څه ژر خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو بنسټونو د ښځو سره ناوړه چلند او زورونه غندي او وايي، اسلامي امارت د محدودیتونو په رامنځته کولو سره د مېرمنو پر وړاندې د فعالیت کړۍ راتنګه کړې او ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د بشر حقونو د ۲۰ بنسټونو په خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې چې اسلامي امارت واک خپل کړی، خو د خپلو مخالفو فعالیتونه يې ځپلي او دوی یې بندیان کړي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ښځینه فعالانو لپاره چاپېریال په دې وروستیو میاشتو کې نور هم خراب شوی او د بشري حقوقو د نقض سره مخ دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د ښځو پروړاندې اقدامات نه یوازې اندېښمنونکي دي، بلکې د افغانستان د بشري حقونو نړیوالو ژمنو سره هم ټکر لري.
تمنا زریاب پرواني او پروانه ابراهیمخېل د سلواغې میاشتې پر ۲۹، زهرا محمدي او مرسل عیار تېره اوونۍ نیول شوي چې د برخلیک په اړه یې معلومات نشته. په همدې حال کې معترضې ښځې له سلاموطندار سره په خبرو کې وايي، که اسلامي امارت د ښڅو غورځنګ دغه قعالانې نه دي نیولي، نوباید هرڅه ژر يې پیدا کړي.
راحیله تلاش وايي چې اسلامي امارت په هماغه لومړۍ اوونۍ کې باید یادې ښځې پیدا کړې واي. د هغې په وینا، حکومت باید دا وړتیا او توان ولري چې دوی پیدا او د خلکو ستونزې حل کړي.
که څه هم تراوسه اسلامي امارت د څلور معترضو ښځینه فعالانو نیول نه دي منلي، خو ویلي يې دي چې د دې مسلې د حل لپاره هڅې کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي چې په دې اړه یې هڅې پیل کړي، څو ورته معلومه شي چې کیسه څه ده، بیا به یې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا لومړی ځل نه دی چې د یادو ښځينه فعالانو د نیونې په اړه غبرګونونه ښودل کېږي. د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرېش هم نن پر ټویټر د اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د نادرکه شویو ښځو د خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړي.