Asset 1SWN

نیپال کې د الوتکې لوېدل؛ تراوسه ۴۰ جسدونه موندل شوي

S2-AGU-4
نیپالي چارواکي وايي چې دغه هېواد کې یوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده. د چارواکو په وینا، یادې الوتکې ۷۲ کسان لېږدول چې تراوسه د ۴۰ جسدونه موندل شوي دي.

چارواکو نن یکشنبه د مرغومې ۲۵مه رسنیو ته ویلي، دغه مسافر وړونکې الوتکه له پلازمېنې کټمنډو څخه پوکارا ښار ته روانه وه او هوايي ډګر کې له کېښناسو مخکې لوېدلې او اور یې اخیستی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د نیپال د پوځ یوه ویاند کرشنا بهنډاري په یوه بیان کې ویلي، د پېښې سیمې ته د ژغورنې ډلې رسېدلي او د پاتیو جسدونو د رااېستلو عملیات روان دی. نوموړي زیاته کړې چې الوتکه «ټوټې ټوټې شوې» او په وینا یې د نورو جسدونو د موندنې هڅې روانې دي.

بل‌خوا د یېټي «YETI» هوايي شرکت مسوولانو بیا ویلي چې الوتکه کې ۷۲ کسان سپاره وو چې ۶۸ یې مسافر او څلور یې عمله وو. د دغه هوايي شرکت د مسوولانو په وینا، الوتکې د بېلابېلو هېوادونو اتباع هم لېږدول.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادې مسافر وړونکې الوتکې له لوېدو وروسته د نیپال لومړي وزیر بېړنۍ ناسته رابللې او له حکومتي ادارو یې غوښتنه کړې چې د ژغورنې په عملیاتو کې مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام