افغانستان، کاناډا، انګلستان، اوکراین او سویډن په ایران کې د اوکرایني الوتکې د لوېدو په لومړۍ کلیزه کې د ایران له دولت نه غوښتي چې یادې پېښې په اړه بشپړ او هراړخیر راپور وړاندې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د پنځو هېوادونو قربانیانو ته د ځواب ویلو او همغږۍ ډلې خبرپاڼه خپره کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې افغانستان، کاناډا، اوکراین، بریټانیا او سویډن د یادې پېښې له قربانیانو او پاتې کسانو سره د غمرازۍ ښودلو ترڅنګ، د ایران له دولت نه غوښتي چې د قربانیانو کورنیو او اغېزمن شویو دولتونو لپاره د تېر کال د پېښې په څېړنه کې روڼتیا، ځواب‌وینه او عدالت تامین کړي.

یو کال وړاندې د لیندۍ میاشتې په اتلسمه، د چهارشنبې په ورځ یوه مسافروړونکې اوکرایني الوتکه په تهران کې د خمیني هوايي ډګر نه له پورته کېدو وروسته د ایران د سپاه‌پاسدارانو له لوري پرې راکېټي بریدونه وشول او ولوېده.

په دې پېښه کې د الوتکې ټوله سپرلۍ چې ۱۷۶ کسان وو ووژل شول. د وژل شویو کسانو په ډله کې ډېری یې ایرانیان او ۱۳ یې افغانان وو.

د افغانستان د هوايي چلند ادارې تېره اوونۍ وویل چې د ایران دولت پرېکړه کړې چې د یادې اوکرایني الوتکې د را لوېدو له کبله د قربانیانو کورنیو ته ۱۵۰ زره ډالره غرامت ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام