Asset 1SWN

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او مرستیال یې د چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي

وزیر داخله اوکراین.jpgسسس

سي‌ان‌ان خبري شبکې خبر ورکړی چې د اوکراین د کورنیو چارو وزیر او د هغه مرستیال له ۱۴ نورو کسانو سره د یوې چورلکې لوېدو پېښه کې وژل شوي دي.

د سي‌ان‌ان د راپور پر بنسټ، دا چورلکه نن د جنوري اتلسمه، د چهارشنبې په ورځ د اوکراین د بروواري ښار اړوند یوه وړکتون ته نږدې لوېدلې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

راپور لیکي چې دې چورلکه کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر او د هغه د مرستیال په ګډون، نهه کسان سپاره وو او ټول وژل شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، اووه نور کسان د چورلکې د لوېدو سیمه کې وژل شوي او د ۱۰ ماشومانو په ګډون ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د دې چورلکې د لوېدو لامل نه‌دی په ډاګه شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام