Asset 1SWN

اوکراین افغانستان سره د ۱۶زره ټُنه غنمو مرسته وکړه

626e8d1886fa90001905f26f

اوکراین افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې د نږدې ۱۶زره ټُنه غنمو د مرستې خبر ورکړی دی.

انټرفاکس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، له ۱۵۸۶۹ ټُنه غنمو بار یوه کښتۍ چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري اجرا شوې، د اوکراین له یوه بندر څخه حرکت کړی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه کښتۍ په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان یوه بندر ته ورسېږي او له هغه ځایه به یې افغانستان ته ولېږدول شي. د راپور له مخې، د اوکراین له بندر څخه له غنمو بار دوه نورې کښتۍ هم د لېبیا او ترکیې پر لورې لېږدول شوي دي.

اوکراین له دې وړاندې هم افغانستان سره د غنمو مرسته کړې وه. دغه هېواد د روان کال په وږي میاشت کې افغانستان ته ۳۰زره ټُنه غنم لېږلي و.

د جمهوریت له سقوط وروسته او د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هېواد کې د بې‌وزلۍ او لوږې کچه لوړه شوې او افغانان ګڼ‌شمېر ستونزو سره مخ دي.

یو‌شمېر نړیوالو مرستندویه بنسټونو افغانستان کې د روان ناورین مخنیوي لپاره پر مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو د مرستې غږ کړی او دغه هېواد کې یې د یوه ستر ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړی دی.

که څه هم یو‌شمېر هېوادونو او مرستندویه بنسټونو افغانستان کې اړمنو کسانو سره مرستې کړي او د مرستو بهیر روان دی، خو اړمنې کورنۍ وايي چې لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نږدې یوه اوونۍ کېږي چې افغانستان کې د ژمې سړې څپې خپرې شوې چې د راپورونو له مخې، ځینې ولایتونو کې د ماشومانو په ګډون د خلکو د مړینې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام